IQNA

د اسلام ضدښت سره مقابلې د پاره د جرمنی مسلمان غاښونو ډاکټر ابتکار

20:29 - March 08, 2015
د خبر لمبر: 2949058
نړیواله ډله: یو د غاښونو مسلمان ډاکټر سوری الاصل د جرمنی «برانشویګ» ښار کښې پر پلې کارډونو باندې «زه مسلمان یم، څه باندې ځان خبرول غواړی؟» د لارویو نه د اسلام په اړه ځواب ورکوی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ajib خبرونو ویب پاڼه نه په نقل، د شارلی ابدو پېښې نه پس یو د جرمنی نه یو د غاښونو مسلمان ډاکټر صادقی المسلی اراده کړی چې خبرو اترو سره د اسلام ضدښت سره مقابله وکړی.

د غاښونو دا ډاکټر سوری الاصل دی چې د جرمنی برانشویګ ښار کښې ژوند کوی، په دې باندې پوهه دې چې جرمنی ولس نه ډېر غیر مسلمانان د اسلام په اړه سوالونه لری چې د ډېرو ورته تر اوسه چا ځوابونه نه دې ورکړی.

نو هغه اراده کړی چې خلکو ته ور شی او په لاس کښې پلې کارډونو سره چې پرې «زه مسلمان یم، څه باندې ځان خبرول غواړی؟» لیکلې خلکو کښې تقسیم کې او انتظار کوی چې خلک ترې د اسلام په اړه پوښتنه وکړی.

دا ډاکټر غواړی چې د دوه هفتو کښې یو سحر دې کار لپاره وټاکې، په ړومبی ځل یو څو لمونځ کوونکې، د ډاکټر ښځې او د هغه ۱۷ کلنې لور په دې کړنلار کښې ګډون کړی وو.

د دې ډاکټر لور د جرمنی راډیو Wtf ته وویل: د دې کار هدف د مسلمانانو په اړه خبری اترې او د غیر مسلمانانو اړیکې جوړول دی.

د دې ډاکټر ښځه چې ډنمارکۍ ده او اسلام یی راوړی هم وویل: زما اسلام قبلول د غیر مسلمانانو لپاره د حیرت خبره ده، هغې زما نه پوښتنه کوی چې ولې ډنمارکی هم مسلمانان وی؟

http://iqna.ir/fa/News/2920123

captcha