IQNA

کربلا او نجف اشرف د فاطمیه رنګ واخیستو

20:33 - March 08, 2015
د خبر لمبر: 2949059
ټولنیزه ډله: د حضرت فاطمه زهراء سلام الله علیها د شهادت او عزاداری او خفګان مراسم د امام حسین علیه السلام، د عباس علیه السلام او د امام علی علیه السلام د سپېځلې زیارتونو نه پیل شو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیوالواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د حضرت فاطمه زهراء سلام الله علیها د شهادت او عزاداری او خفګان مراسم د امام حسین علیه السلام، د عباس علیه السلام او د امام علی علیه السلام د سپېځلې زیارتونو نه پیل شو.

هم دې مناسبت سره د انقلاب لارښود آیت الله خامنه ای له اړخه د حضرت ابوالفضل العاس علیه السلام او د حضرت سید الشهداء علیه اسلام کربلای معلی کښې او هم دارنګه د حضرت امیر المومنین علی علیه السلام په حرم کښې د ایرانی ویاندو او مداحانو په شتون کښې مراسم پیل کېږی.





دا دې راپور له مخې، د عزاداری او خفګان مراسم به د حضرت ابوالفضل علیه السلام به حرم کښې د ایرانی زائرانو په شتون سره په کربلای معلی کښې هره شپه د ماښام او ماخستن لمانځه نه پس او د حضرت اباعبدالله الحسین علیه السلام په حرم کښې د سحر لمانځه نه پس پیل کېږی.





حضرت فاطمه زهراء سلام الله علیها د ټولو مسلمانانو سره محترم او لوړ مقام لری او د ټولې نړۍ د ښځو سرداره ده او چې نوم مبارک یی حضرت فاطمه سلام الله علیها ده او د هغې مبارکې لپاره ډېر القاب او صفات لکه زهراء، صدیقه، طاهره، مبارکه، بتول، راضیه، مرضیه ذکر شوی.

http://iqna.ir/fa/News/2920110

captcha