IQNA

لاهور کښې د امام علی علیه السلام زوکالیزه لمانځل

12:25 - April 28, 2015
د خبر لمبر: 3223055
نړیواله ډله: د پاکستان لاهور ښار کښې د مولای متقیان امام علی علیه السلام نیکمرغه زوکالیزه لمانځلو مراسم او د پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم د لور بی بی حضرت زهراء سلام الله علیها نیکمرغه زوکړې ورځ ولمانځلې شوه.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د رجب د میاشتې بختورې ورځې را رسېدلو سره د حضرت فاطمه صدیقه طاهره زهراء سلام الله علیها زوکالیزه او د حضرت امام علی علیه السلام زوکالیزې د جشن مراسم د «مرج البحرین» په نوم د مجلس وحدت مسلمین لاهور پاکستان ښځو برې په ایوان اقبال کښې د شیعه او سنی مسلمانانو په شتون سره لاهور ښار کښې پیل کړل.

دا نیکمرغه مراسم ۱۴:۳۰ بجې محلی وخت سره شروع شول چې د پاکستان سترو عالمانو او همدارنګه حجت الاسلام و المسلمین راجا ناصر عباس او حجت الاسلام و المسلمین امین شهیدی، مولانا طارق جمیل د تبلیغی ډلې لارښود او د اهل سنت نور عالمان او تقریر کوونکو په دې مراسمو کښې ګډون وکړو او شرکت کوونکو ته یی خطاب وکړو.

په دې مراسمو کښې شرکت کوونکو نه په قرعه باندې دوه کسانو ته د عمرې خرڅ او ټکټ ورکړلې شو.

په دې مراسمو کښې ګډون د لاهور عمومی ښاریزو لپاره ازاد وو.

http://www.iqna.ir/fa/News/3210097

captcha