قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «On Islam»خبرونو بنسټ نه په نقل، د کشمیر ۲۲کلیزه ځوان مسلمان وویل: مونږ له دې نه مخکې دارنګه مراسم په کشمیر کې نه لرل، په حقیقت کښې په پوره هند کښې مونږ دارنګه مراسم نه دې لیدلی.
هغه وویل: دا رنګه ستره مېلمستیا له مصر نه اخیستلې شوی چې ذکر یی په نړیواله ریکاټ کتابونو کښې هم شوی.
د مصر د افطار دسترخوان د اسکندریه ساحلی ښار کښې ۴.۳ کېلومتر پورې غوړېدلی وو او د ۷ زره روژه لرونکو کوربه وو.
خان وویل: کشمیر کښې دا پروګرام پیل کوونکو د سرینګر ښار پلیو لار باندې تر ۲ کېلومتر پورې غوړولی وو او روژه لرونکو لپاره یی پرې د خوراک څښاک څیزونه اېښودلی وو.
هغه زیاته کړه: له ۷زره نه زیات کسان په دې ۲ کېلومتره دسترخوان باندې ناست وو.
د افطار دا ستر دستر خوان د ۲۰ تیر، د هفته ورځ په ماښام د هند د لاس لاندې کشمیر سرینګر ښار د «دال» سیند په غاړه د روژه لرونکو شتون سره پیل شو.