IQNA

میانمار کې د جومات سپکاوي په اړه د څېړنې درخواست

17:05 - June 30, 2016
د خبر لمبر: 3480106
نړیواله ډله: د اسلامی همکاري سازمان د بودایو په برید کې ویجاړ شوي د میانمار مرکزی جومات په اړه د دغه هیواد د مشرانو نه د څېړنې غوښتنه وکړه.
میانمار کې د جومات سپکاوي په اړه د څېړنې درخواست

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د عیونن الخیج خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د اسلامی همکاري سازمان مشر ایاد امین مدنی د بودایو په برید کې ویجاړ شوي د میانمار مرکزی جومات په اړه د دغه هیواد له مقاماتو نه په بېړنۍ توګه د څېړنې غوښتنه وکړه.

مدنی همدارنګه، د میانمار له حکومت نه په دې لار کې جدی قدم اخیستلو او د جنایت کوونکو عدالت ته سپارنې او د دغې پېښي قرباني شوې کسانو مرستې غوښتنه هم وکړه.

هغه تاکید وکړو: د دغې پېښې په اړه ضروري څېړنو کې غفلت به د اندېښنې دا پیغام رسوونکې وې چې دینی اقلیتونو باندې برید بي له څه سزا به ادامه لرې.

د اسلامی همکاري سازمان مشر زیاته کړه: د میانمار حکومت چې له «دیموکراسۍ لپاره ملي اتحاد» ګوند سره تړلې باید دارنګه زیاتې او بریدونه چې د دینی اقلیتو خلاف کېږي محکوم کړې، او په تېره بیا دا پېښه چې د رمضان المبارک میاشته کې ترسره شوې ده.

ایاد امین مدنی څرګنده کړه: د میانمار مشران همدارنګه باید اعلان وکړې چې دا تاوتریخوالي یو جرم دی او د کوونکو نه به هیڅ قسمه غفلت نه کېږي.

د تیر میاشتې دریم تاریخ باندې د زیارت په ورځ په لسګونو بودایو د میانمار مرکز باګو سیمه کې آباد ثایثامین کلې کې د جومات سپکاوې کړې وو او په برید کې یی مسلمانان قتل او د جومات ځنې برخې ویجاړې کړې وې، د دغه کلې مسلمانانو د ځان ساتنې لپاره یو پولیس چوکۍ کې پناه اخیستلې وه.

http://iqna.ir/fa/news/3511100


captcha