قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د خلیج ټایمز خبرونو نه په نقل، دا مقابلې پيل کوونکې کمېټه په ۱۱ مرداد باندې اعلان کړې چې د دبی جایزه قرآن نړیواله مقابلو ښځو برخه چې په نړۍ کې لومړي ځل پيل کېږې، د طراحي بهیر یی تر پایی رسولې.
د دبی د حاکم د انساني او کلتوري چارو مرستیال او د مقابلو پيل کوونکې کمېټه مشر ابراهیم محمد بوملحه وویل: دا پوسټر د نړیواله طراحانو له اړخه وړاندې شوې پوسټرو کې انتخاب شوي دی.
هغه وویل: دا مقابلې د قرآن کریم قرائت، حفظ او نورو برخو کې د ټولې نړۍ ښځو لپاره یو ځانګړې فرصت دې.
بوملحه زیاته کړه: دې مقابلو سره به جذب کوونکې نور پروګرامونه هم پيل کېږي چې د هغې تفصیل به هم په نږدې ورځو کې اعلان شي.
هغه څرګنده کړه: له هر هیواد نه یو مقابله کوونکې چې له ۲۵ کالو نه یی عمر زیات نه وې ګډون کولې شې.
بوملحه وویل: یو شمېر د قرآن حافظ له عربی او اسلامی هیوادونو نه د مقابلو لپاره تایید شوې چې هیله لرو چې شمېر به یی نور زیات شي.
دبی کې د ښځو قرآن نړیواله مقابلو لومړۍ دوره به د دې کال له ۱۶ نه تر ۲۸ آبان پورې د قرآنی مقابلې «فاطمه بنت مبارک» عنوان سره پيل کېږي.
ګډون کوونکې ښځې باید د لومړي بورډ مخامخ د پوښتنو ځوابونه ورکړې چې کوم به ترې پوښتلې کېږي، بیا د تایید نه پس به نړیواله مقابلو ته لاره موندلې شي.
http://iqna.ir/fa/news/3519391