IQNA

 په هند کې د قرآن کریم سپکاوې په خلاف د مسلمانانو اعتراض

0:03 - December 12, 2017
د خبر لمبر: 3480866
نړیواله ډله: بوې ناپېژندلي شوي ډلې د هندوستان د هیماجال پرادش ولایت د رموز سیمې په جومات کې قرآن کریم او دینی کتابونه سوځولې دي.
 په هند کې د قرآن کریم سپکاوې په خلاف د مسلمانانو اعتراضقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Siasat Daily خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا پېښه په تېره اونۍ کې ترسره شوې او د دغه جومات امام د سوځېدلي کتابونه لیدلو سره پولیسو ته خبر ورکړو.
پولیس د راپور اخیستلو نه ورستو خپلې څېړنې شورو کړې او د قرآن کریم او د جومات سپکاوي کې لاس لرونکو لټون یی شورو کړو.
د دې پېښي رامنځته کېدو سره په سلګونو ښځې او سړې مسلمانان د سرمور سیمې سړکونو ته را ووتل او د قرآن کریم د سپکاوي په اړه یی اعتراض وکړو او لاس لرونکې نیولو کې د پولیسو د ناکامۍ اعلان یی وکړو.
مسلمانان په بشپړه توګه د څېړنو او په سپکاوې لاس لروونکو په اړه د اقدام غوښتنه یی وکړه.
د هند یو ملیارد او ۲۰۰ ملیونه ټولنه کې مسلمانان شمېر تقریبا یو سوه اتیا ملیون ته رسېږي او هند د اندونیزیا او پاکستان نه ورستو د نړۍ تر ټولو زیات مسلمانان لري، ۸۰٪ په هندوستان کې د هندو مذهب مننونکې شتون لري.
http://iqna.ir/fa/news/3671054
captcha