IQNA

په آسیا جنوبی کښې د داعش نفوذ د تکفیری فتوی په اړه د څارونکو خبردارې

16:13 - February 23, 2018
د خبر لمبر: 3481069
نړیواله ډله: د مصر دارالفتوای سره تړلې د تکفیری فتاوی څارونو د افراطی ترهګرو ډلو په تېره بیا د داعش له اړخه د ناوړه استفاده کولو په اړه د روهینګیا بحران او د آسیا شرق او جنوبی سیمو کښې خپل نفوذ ته وده ورکولو په اړه خبردارې ورکړي.
په آسیا جنوبی کښې د داعش نفوذ د تکفیری فتوی په اړه د څارونکو خبردارېد ایکنا خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د آراکان خبرونو نه په نقل، د مصر دارالفتوی سره تړلې تکفیری فتوی څارونکو خبردارې وکړو: ترهګرې ډلې په میانمار کښې د روهینګیا مسلمانانو حالاتو او دارنګه نورو ستونزو نه د نفوذ لپاره بهانه او د کافرانو او مشرکانو له شر نه ځان بېغمه کولو نه ناوړه استفاده کوي.
د تکفیري فتوو څارونکو دې بیان سره چې د روهینګیا مسلمانان حالات د داعش د آسیا په جنوب او جنوب شرق سیمو کښې نفوذ یوه بهانه شمېرلي کېږي، زیاته کړه: د مالیزیا حکومت په دیسمبر میاشته کښې، دوه اندونیزیایی ښاریز چې له داعش سره یی اړیکې لرلو د دوه بودایی راهبانو د قتل په تور باندې نیولې وو.
دې مرکز دې باندې تاکید سره چې د ترهګرو له روهینګیا بحران نه ناوړه استفاده کول نوې خبره نه ده او په کال ۲۰۱۲ او ۲۰۱۵ کښې همداسې شوي، څرګنده کړه: دې ځل داعش ترهګرو ډله چې ډېر مرکزونه یی په عراق، سوریه او لیبیا کښې له لاسه ورکړي هڅه کوې چې له دغه حالاتو نه ناوړه استفاده کولو سره د آسیا په جنوب او جنوب شرق نفوذ وکړي.
د مصر دارالفتوای سره تړلې د تکفیری فتوو څارونکو همدارنګه د سازمانونو، نړیواله موسسو او په تېره بیا له ملګرې ملتونو نړیواله سازمان او امنیت شورا نه زر تر زر اقدام کولو او د میانمار حکومت ته د روهینګیا مسلمانانو باندې ظلم او جنایتونه تر پای رسولو په حقله له ټولو لارو استفاده وکړي او د هغوي نه د مادي او معنوي مرستو وړاندې کولو غوښتنه وکړي.
http://iqna.ir/fa/news/3693442
captcha