د ایکنا راپور له مخې، د البیان ورځپاڼې نه په نقل، د دبی خیریه او اسلامی چارو ادارې مشر حمد شیبانی د رمضان میاشتې په اوږدو کښې د اسلامی نړۍ مشهور ۷۵ قاریانو شتون سره د قرآنی غونډو د اماراتو جوماتونو نه په ۱۸ جوماتونو کښې پیل کولو خبر ورکړي چې د «دبی قاریان» په طرحه کښې پيل کېږي، د ۶۵ دینی تقریرونو سره د نورو پروګرامونو په ۹ جوماتونو کښې د رمضان المبارک په میاشته کښې پيل کېږي.
د دبی اسلامی چارو ادارې پيل کوونکې مشر جاسم خزرجی هم په دې اړه وویل: دا اداره د رمضان به اوږدو کښې د رمضان د فیض نه ډکې شپې روڼه ولو او د پیغمبر صلی الله علیه و آله سنت ژوندی کولو او د قرآن کریم تلاوت اورېدلو هدف سره د نړۍ د مشهورو قاریانو د یوې ډلې کوربه شوي دي.
هغه زیاته کړه: دا قاریان په بېلابېلو سیمو اوسېدونکو او په ۱۸ جوماتونو کښې وېشلې شوي دي.
خزرجی د رمضان المبارک په میاشته کښې د دینی تقریرونو پیل کولو په اړه څرګنده کړه: تقریر کوونکې به خپل علمونه د اماراتو په ۹ جوماتونو کښې خلکو ته وړاندې کوي.
http://iqna.ir/fa/news/3714248