د ایکنا راپور له مخې، د قاف خبرونو نه په نقل، امام حسین علیه السلام قرآن راډیو چې په کربلا ښار کښې شتون لري، د دې کال د رمضان میاشتې لپاره ځانګړې پروګرامونو خبر ورکړي، دا راډیو چینل چې د خپلو فعالیتونو دوولس کاله ترسره کړل هم په دې لار کښې هڅه کوې چې د امام حسین علیه السلام د زیارت له مشهورو قراء او قاریانو نوط تلاوتونه وړاندې کړي.
د امام حسین علیه السلام د زیارت قرآن راډیو مشر علاء الدین حسنی تاکید وکړو: د قرآن راډیو خپلو ټولو امکاناتو سره او پروګرامونو سره د رمضان المبارک میاشتې استقبال کوې، د رمضان المبارک میاشتې نه مخکې یوه مهمه غونډه په کربلا کښې قرآنی موسساتو او محفلونو د غړو ګډون سره پيل شوه چې په دې غونډه کښې غړو ګڼ شمېر مواردو لکه ګټور پروګرامونه او د دې میاشتې شان لرونکې او همدارنګه ځنې نور ښه پروګرامونو او قرآنی فعالیتونو په اړه پلانونو باندې رڼا واچوله.
حسنی زیاته کړه: د امام حسین علیه السلام زیارت قرآن راډیو د دې کال په رمضان میاشتې کښې، خپل فعالیتونه د سهار ۶ بجو نه شورو کوې او د شپې تر ۱۲ بجو پورې خپل کار ته ادامه ورکوې. دا راډیو هڅه کوې چې یو ښه فرصت رامنځته کولو سره د خپلو اورېدونکو سره اړیکې ونیسئ او د دینی عالمانو تقریرونو چې د روژو سره اړیکه لرونکې فقهې چارې، د روژې آداب او اخلاقو په اړه دې بیان کړي.
یادښتونه، د امام حسین علیه السلام د زیارت قرآن راډیو له کربلا نه په FM 100.9 او پر h 12604 نایل ست سپوږمیزه چینل باندې ترلاسه کېدئ شي.
http://iqna.ir/fa/news/3715514