IQNA

د غزه له طرفه غصب شوې ځمکې ته ۱۵۰ توغندو ویشتلې شوې

18:39 - August 09, 2018
د خبر لمبر: 3481406
نړیواله ډله: د رژیم صهیونیستو دفاع وزارت مطبوعاتی دفتر د غزه له طرفه غصب شوې ځمکې ته ۱۵۰ توغندو ویشتلو خبر ورکړی.
د ایکنا راپور له مخې، د اسپوتنیک خبرونو نه په نقل، نن سهار(۱۸ مرداد) باندې د رژیم صهیونیستو دفاع وزارت مطبوعاتی دفتر په یوه بیانیه کښې د غزه له طرفه د اسرائیل جنوب ته ۱۵۰ توغندې ویشتلو خبر ورکړی چې له دغه توغندو یواځې ۲۵ توغندې د اسرائیلو دفاعی سیسټم چې د اوسپنې ګنبد نوم لري لخوا له منځه وړلې شوې.
په دغه بیانیه کې راغلې: تېره ورځ د شپې ۱۲ بجې ۷۰ توغندې د غزه له طرفه د اسرائیل ښارونو په اړخ ویشتلې شوې چې له دغه ۱۴ توغندې د اوسپنې ګنبد له اړخه له منځهه وړلې شوې او د نیمې شپط نه ورستو تقریبا ۸۰ توغندې نور وېشتلې شوي چې یواځې ۱۱ توغندې ترې له منځه وړلې شوې دی.
همدارنګه د عبری ژبې معاریو ورځپانې تېره ورځ د یو شمېر ښاریزو له سدیروت په سیمه کښې د ژوبل کېدو او د جراء په ښار کښې د کور اور اخیستلو خبر ورکړی.
د اسرائیل پوځ هم اعلان کړې: له غزه نه د توغندو دوام له سببه د اسرائیل په ټولو ښارونو او اډو کښې د غزه له اړخه د وېشتلو خطر په لسګونو زیات شوې دې.
د یادونې وړ، د حماس عزالدین قسام یوې وسله والې څانګې د دغو توغندو ویشتلو مسؤولیت په غاړه اخیستلې.
http://iqna.ir/fa/news/3737182
 
 
captcha