IQNA

د سعودي ائتلاف د ماشوم وژنې په اړه د امنيت د شورا ردعمل، له نړيوالو بشري حقوقو سره تناقض

23:28 - August 11, 2018
د خبر لمبر: 3481419
نړیواله :سعودي جنګي الوتکو د تېر زيارت په ورځ يعنې د اګست په نهمه نېته د يمن د صعده صوبې په ضحيان ښار کښې د ماشومانو په وړونکي بس باندې حمله وکړه چې له امله يې تقريباً يوسل او دېرش تنه مړۀ او ژوبل شوي دي.

د سعودي ائتلاف د ماشوم وژنې په اړه د امنيت د شورا ردعمل، له نړيوالو بشري حقوقو سره تناقضد ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،د ملګرو ملتو د امنيت شورا د اګست په لسمه نېټه د دغه جنايت په اړه ردعمل څرګند کړ چې دغه ردعمل په ښکاره توګه د ملګرو ملتود دغه رکن لپاره د بشري حقوقو د د دوه رنګوالي ښودنه کوي.

د سعودي د جنګي الوتکو د دغه جنايت په اړه د امنيت د شورا ردعمل درې محوره لري. په وړومبني محور کښې د امنيت شورا يوازې د دغه جنايت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. په بل محور کښې د امنيت شورا په يو زيات عجيب اقدام کښې د سعودي په ذريعې سره د دغه جنايت په باره کښې د تحقيق غوښتنه کړې ده. د امنيت د شورا دريم محور له نورو دواړو محورونو څخه زيات عجيبه او زيات تريخ دے، ځکه چې د انساني ډال په توګه له ماشومانو څخه استفاده يې وغندله چې په حقيقت کښې د انصار ا... په خلاف د سعودي ائتلاف د ادعا تکرار دے.

په ملګرو ملتو کښې د امريکې استازې مېرمن نيکي هيلي په يوه اخباري بيانيه کښې ويلي دي چې «په جنګ کښې د بې ګناه عامه خلقو وژله په هر ډول حالاتو کښې چې د انساني ډال په توګه له هغوي څخه استفاده پکښې شامله ده د منلو وړ نه ده. مونږ د سعودي په مشرۍ له ائتلاف څخه غواړوو چې زر تر زره دې د دغې پېښې په اړه خپل تحقيقات ترسره کړي.»

له درې واړو اړخونو د امنيت د شورا کردار د نيوکې وړ دے. بې له شکه به ضحيان ښار کښې د تېر زيارت د ورځې جنايت يو جنګي جنايت دے، يوه داسې موضوع چې د ملګرو ملتو د مشر وياند فرحان حق هم د آنتونيو ګوټرېش په نقل پرې تاکيد کړے دے. د ملګرو ملتو د امنيت شورا د نړيوالې کېفري محکمې د اساسنامې د ۱۳ مادې مطابق يو داسې حالت چې پکښې د يو يا څو جنايتونو ارتکاب ليدل کيږي دغې محکمې ته ارجاع کولې شي، خو د امنيت شورا يوازې د ضحيان د جنايت په باره کښې اندېښنه څرګنده کړې ده.

د امنيت شورا له سعودي څخه غوښتي دي چې د ضحيان د جنايت په باره کښې دې تحقيق وکړي. په حقيقت کښې د امنيت شورا په دې اقدام سره خپل عزت له لاسه ورکړے دے، ځکه چې د جنايت له کونکي څخه يې غوښتي دی چې د هغه جنايت په اړه چې دې کړے دے تحقيق وکړي. دا په داسې حال کښې دي چې د نړيوالو حقوقو د اسنادو او ګن شمېر کنونشنونو مطابق د يو جنايت په باره کښې تحقيق پکار دي د عادلو او بې طرفو قاضيانو لخوا ترسره شي.

د امنيت د شورا د ردعمل دريم محور هم د آل سعود له سياستونو څخه په ډاګه ملاتړ ؤ ځکه چې د سعودي حکومت د ضحيان له جنايته وروسته انصارا... له ماشومانو څخه د انساني ډال په توګه په استفاده کولو تورن کړ او د امنيت شورا هم يو ډول دغه ادعا تکرار کړې ده.

د امنيت د شورا ردعمل په ښکاره د بشري حقوقو په اړه د ملګرو ملتو د د غه اصلي رکن د دوه رنګه تګلارې بيانونکے دے. دغه دوه رنګه پاليسي په وروستيو کلونو کښې د مېنځني ختيځ په بحرانونو کښې په ځلونو ليدل شوې ده. د سوريې په بحران کښې د سوريې حکومت په ځلونو د امنيت د شورا لخوا د بشري حقوقو په خلاف ورزۍ محکوم شو. خو د سوريې مخالفان او ترهه ګر او د دغه هېواد په خلاف د هغوي غميزناک جنايتونه هيڅکله په جدي توګه نه دي غندل شوي.سعودي د يمن په خلقو باندې جنګ مسلط کړ، يو داسې جنګ چې د يمن بحران يې په وروستيو لسيزو کښې په ترټولو غميزناک انساني بحران بدل کړے دے، د امنيت شورا په ۲۰۱۵ کال کښې د انصارا... په خلاف ۲۲۱۶ پرېکړليک صادر کړے ؤ. اوس هم سعودي د يمن د بې ګناه ماشومانو په وړونکي بس باندې حمله وکړه، خو د امنيت شورا هم هغه شان ترجيح ورکوي چې خپل دوه رنګه پاليسي وساتی. په همدې بنياد د مهدي ذاکريان په شان حقوق پوهان په دې باوري دي چې په ضحيان کښې د ماشومانو په خلاف د جنايت په اړه د امنيت د شورا ردعمل د بشري حقوقو د دغې نړيوالې ادارې د آئيډيا د خاتمې په معنا دے.

http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i75503

captcha