د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ دپاکستان د لومړی وزیر ځانګړی سلاکار سید ذوالفقار عباس بخاری چې په زلفی بخاری مشهور دی ، نن سهار په اسلام اباد کې ایرنا خبری اژانس سره په خبرو کې وئیلی دی ، پاکستان هر هغه اقدام چې دایران له اسلامی جمهوریت سره داړیکو دښه کولو اوپراخولو او د متقابل ا حترام اوباؤر په باب لازم وی ،ترسره کوی . دپاکستان د لومړی وزیر ځانګړی سلاکار او دتحریک انصاف واکمن ګوند لوړپوړی مسئول مقام زیاته کړې ، اسلامی ایران دپاکستان یو مهم او چورلیزی ګاونډی دی او عمران خان په مشرۍ داسلام اباد نوی حکومت له تهران سره داړیکو دلاپیاوړتیا لپاره هڅه کوی .
زلفی بخاری هیله ښودلې ، دایران او پاکستان د دوواړخیزو تعاملاتو او تجارت اندازه په اوسنی حکومت کې ډیره زیاته شوې ده . هغه همداراز د ایران په جنوب کې په اهواز ښار کې وروستۍ ترهه ګره پیښه په سخته محکومه کړې او وئیلی ئې دی ، له ترهه ګرۍ سره دمقابلې لپاره د هیوادونو په تیره بیا دګاونډیانو اتحاد او یووالی یوه مهمه چاره او د ورځې یو ضرورت دی .
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i76866