د ایکنا راپور له مخې، له اسپوتنیک څخه په نقل، د روسیې لومړي وزیر فدرالي مجلس ته د ولسمشر له پیغام څخه وروستو د حکومت د بشپړه استعفا خبر ورکړ.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین د حکومت له غړو څخه په ګډه کار کولو «که څه هم هر څه تر پایلې نه دي ترسره شوي»مننه وکړه.
د روسیې ولسمشر همداشان وویل چې په نږدې راتلونکې کښې به د کابینې له ټولو غړو سره کتنه وکړي. پوتین د کابینې له ټولو غړو غوښتنه وکړه چې لا خپل ټول وظایف په بشپړه توګه ترسره کړي.
مدودوف د روسیې د حکومت د استعفا په اړه څرګنده کړه: دا بدلونونه نه یوازې په اساسي قانون کښې بلکې په کلي توګه د قوا په توازن، اجرایي قدرت، قانون جوړولو او عدالتي، بدلونو لپاره هم د توجه وړ لري.
د یادونې وړ دې، له دې نه مخکښې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په خپل کلیزه پیغام کښې د دغه هیواد د فډرال د پارلمان غړو ته د روسيې په اساسي قانون کښې د یو شمیر اصلاحاتو وړاندیز ورکړې وو چې دغه اصلاحات باید خلکو ته د رای لپاره وړاندې شي.