IQNA

د انګلستان زیاتره رسندوئې د اسلام په ضد پروپګنډيزتبلیغات کوي

19:19 - December 17, 2021
د خبر لمبر: 3485126
تهران(ایکنا) په انګلستان کې یوې شوي نظر سنجۍ  نتیجې ښئ چې  په بریتانیا کې د اسلام او مسلمانانو په ضد رسندوئي پوښښ په کلی توګه منفي  دی .

ایکناخبری آژانس د Independent،  له قوله راپور راکړ دغه څیړنې  چې  د انګلستان د مسلمانانو د شورا په  سپارښتنې سره شوي ، ښئ چې  دانګلستان په رسندویو کې خپرې شوي تقریبا شپیته فی صدي مقالې د اسلام منفي انځور وړاندې کوي  او په هرو پنځو مقالو کې یوه  مقابله د اسلام مقدس دین  له ترهه ګرۍ او افراط پالنې سره  اړونده ګڼي .

په دغې نظر غوښتنې کې پررسندویو د نظارت مرکز له څه دپاسه ۳۴رسندویو څخه د خپرو کړائ شوو د څه دپاسه  اته څلویښت زره مقالو او  پنځه زره پنّځه سوه کلیپونو باندې چې  له ۲۰۱۸کاله تر ۲۰۱۹کال پورې ئې د اسلام په نامې سره خپرونې کړي ، تحلیل اوتجزئې کړي دي .

 ذ  The Mirror و Sunday Times پشمول  دخپرونو مسئول چلونکو ددغې یو سل دوه شپيته مخیزې مطالعې  هرکلی کړی او دوي وئيلي دي ، چې رسندوئې  دنده لري ، چې د خپلو مخاطبانو په وړاندې دې انصاف او دقته ولري .

دغه راپور ښئ  چې کابو نهه پنځوس فی صده آنلاین رسندویو  اسلام او مسلمانان  له منفي  چلندونو یا اړخونو سره اړونده ګڼلي  او په زیات احتمال سره له زوړ پال یه محافظه کار لوري سره اړونده  خبری سرچینې او  ورځپاڼې  دغه کارونه کوي، په دغوپروپيګنډيزو تبلیغاتو کې د دوي له خ وا  پنځه ویشت فیصده له افراط پالنې او ترهه ګرۍ سره  اړونده موضوعګانو په باب او له دې وروسته اتلس فی صده له سیاست سره اړونده  او  دغه راز له مینځني ختیځې سیمې سره هم  اولس فی صدي تبلیغات شوي دي .

د  دي میرر خپرونې مسئول چلونکی آلیسن فیلیپس  وائي ، پر رسندویو د نظارت د مرکز ده راپور ښئ چې مونږ دخبریال  او ژورنالیسټ په توګه تر څومره حده  باید خپل ځان او هغه کارونه چې د اسلام او مسلمانانو  له راپورونو سره په رابطه کې تولیدوو،ترپوښتنې لاندې  ورولوو. هر هغه څوک چې  په رسنئ کې کار کوي ،دنده لري ،  دهغې محتوا چې  ئې رامینځةکوي ، د منصفانه شونې او مسئولیّت منلو له پوله  ډاډمن ووسو . په عین حال کې   دغه راپور ښئ چې  درسندویو ناسم  زیاتره راپورونه هماغه راز خپریږي .

 همداراز د Sunday Times، مسئول چلونکی  تاکر  هم وائي ، زه ددغه راپور هرکلی کوم ، خو تر دې دمه  دمنصفانه او  سمو خبرونو او راپورونو د خپرونې په باب لا اوږده  لاره لرو ،باید ځانونه بې انصافۍ او ناغیړیو وساتو  او مخاطبانو ته  حقیقت او سم  خبرونه وړاندې کړو .

https://iqna.ir/fa/news/4021491/%D9%8

captcha