ایکناخبري آژانس راپور راکړ ، د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام کاظم صدیقي د لمانځه دخطبو په دوام کې د حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها د شهادت کلیزې ته په اشارې سره او دغه راز له دغو شپور وځو سره د زړونو د سردار شهیدا جنرال قاسم سلیماني د شهادت ددوهمې کلیزې یو وخت والي ته په اشارې سره ووئيل حضرت فاطمة الزاهرا سلام الله علیها داسې ځانګړتیاوې او ځائيګی لري ، چې په هغو کې پر ځينو پوهیدا زمونږ د مځکې د مخلوق له فهمه بهر دي . دوي دخداوندمتعال یوه جامعه نامه ده او د پروردګار د جلال و جمال او اسم اعظم هینداره ده .
کاظم صدیقي په دوام کې ووئيل ، د دغې بزرګوارې بي بی یو لوړ مقام دا دی چې خداوند رحیم دا د حق اوباطل د صف د جلا کولو لپاهر یوه ځانګړنه معرفي کړې ده . حضرت امام حسین علیه السلام په قتلګاه کې فرمائيلي چې خدایه ،زه ستا په رضا راضي یم ، خو دحضرت زهرا سلام الله علیها په باب باید ووئيل شي ، چې خدای تعالی د فاطمه په رضایت راضي دی ،هرچرته چې د حضرت زهرا رضایت ولیدل شي ، نو پوهه شئ خداي راضي دی ،فاطمه د رضا مظهر او په بشپړډول د خدائۍ یوه ځلا ده او هرلورې ، هره ډله ټپله او هر بهیر چې فاطمه بی بی پکې نه وي ، نو دخداي غضب سره مخ دی .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د سردار قاسم سلیماني دشهادت دوهمې کلیزې ته په اشارې سره هم ووئيل شهید سلیماني تل د میدان سړی ؤ او پخپل درست ژوند کې ئې لکه چې دخداي ولي ؤ ، دمرګ موضوع ئې حل کړې وه او لکه څنګه ئې زړه ئې خداي ته سپارلی ؤ،نو د دنیا خوږلښت او ورپورې ئې دزړه تړل او شتمنۍ مشکل هم حل کړی ؤ . هغه یو پتمن او دخداي اوعرش سړی ؤ او د شهادت خوږلښت ئې له شهادته مخکې څکلی ؤ او ددغه میدان لپاره بې قراره ؤ او نو ځکه دهغه شهادت په اسلامی انقلاب کې یو مهم ټکی دی ، چې دغه اسلامی ا نقلاب ئې بیمه کړ .
هغه ووئيل د شهید قاسم سلیماني له شهادته دوه کاله وروسته په سیمې بدلونونه وګور، نو دسیمې په درستو هیوادونو کې د شهیدسلیماني په یاد کې ،د نړۍ له استکبار سره د مبارزې درستو لیوالو د هغه لپاره مجلسونه ترسره کړل او څه د پاسه څلور سوه غونډې په عراق کې جوړې شوي دي او دا د یوه نوي انقلاب نښه ده او دغه نښې نښانې په درستې نړۍ کې د استکباري ضده مبارزانو دځلا سبب شوي دي .