IQNA

د بخښنې نړیوالې ادارې د مسلمانانو په ضد د فرانسې پر دوه ګوڼي چلند نیوکې وکړې

16:07 - March 30, 2022
د خبر لمبر: 3485614
تهران (ایکنا) – دبخنښې نړیوالې ادارې د بشری حقوقو، دبیان دآزادۍ دمحدودیتون او له مسلمانو مهاجرو سره د سپکو چلندونو په زمینې کې د دوه ګوڼو سټنډرډونو د اعمالیدا په دلیل د فرانسې پر حکومت په نیوکو سره ، د بشری حقوقو له نظره ددغه  هیواد وضعیّت ، له ښو شرائطو څخه  لیرې وبلل .

ایکنا خبری اژانس د عربی ټي ارټي له قوله راپور راکړ، د بخښنې نړیوالې ادارې  پخپل ۲۰۲۱کلني راپور کې چې پرون خپور شوی ، وئيلي دي ، فرانسه د عمومي آزادیو او دبشری حقوقو له پلوه له ښه وضعیّت سره  ډیر واټن لري .

په فرانسې کې د بخښنې دنړیوالې ادارې اجرائي مدیر ناتالي ګډر په دې زمینې کې د اوکراینی مهاجرو څخه ددغه هیواد د چارواکوهرکلي ته په اشارې سره خبریالانو ته ووئيل ،هغه څه چې په تیرو اونیو کې مو ولیدل ،د هغوافغان کډوالو دمنلو په باب چې په تیر اګست کې د طالبانو واک ته له رسیدا وروسته له خپل هیواده په تښتې کې بریالی شوي ،په تیر کال کې د حکومتي چارواکو د خبرو له څرنګوالی سره ډیر توپیر لري  .

د فرانسې د لومړ ي وزیر ژان کاستکس په وینا ،پاریس د اوکرایني پناه غواړو اود دیره کولو اومنلو لپاره یو پلان برابر کړی دی چې لږترلږه د  یو لک کسانو د منلو امکان برابروي .

ناتالی ګډر ټينګارکړی،له اوکرایني پناه غواړو څخه د اروپائي اتحادئې موقته ملاتړله دې مخکې د افغانانو لپاره هم غوښتل شوی ؤ،خو دغې غوښتې هیڅ  ګټه نه ده درلودلې .نو دا د هغه دوه ګوڼو سټنډرډونو ښودنه کوي،چې په اوسنیو حالاتو کې  سخته محکومه ده .

https://iqna.ir/fa/news/4045591/عفو-بین‌الملل-ا

captcha