ایکنا-(تهران) ایکنا د واس له قوله راپور راکړ، د اسلامی فقې د نړیوالې ټولنې پنځه ویشتمې عملي ناستې د عربستان په جدې ولایت کې پيل شوي دي او تر څلورو ورخو پورې به دوام ولري.
په راپو رکې وئيل شوي دي ،دغه ناستې د فرورۍ له نولسمې تر درویشتمې نیټې پورې ترسره کیږي او د اسلامی ملګرتیا موسیسې د غړو هیوادونوڅه د پاسه دوه سوه شخصیّتونه او متفکران به چې په مختلفو حقوقي ،اقتصادي،طبی او اجتماعي څانګو کې تخصص لري په دغو ناستوکې برخه واخلي.
د اسلامی فقې دنړیوالې ټولنې په ناستو کې چې تر څلورو ورځو پورې دوام لري،د اسلامینړۍ د ورخې د مختلفو مسئلو په اړه په یوسل شپیتو مقالو بحث او ارزونې کیږي.
د ایران داسلامی جمهوریت د نماینده په توګه د علمیه حوزې د درس خارج استاد او د رهبرۍ د خبرګانو د شورا غړی آیت الله احمد مبلغي د اسلامی فقې د نړیوالې ټولنې په دغې ناستې کې د ګډون لپاره دعربستان جدې ته تللی دی.