IQNA

د روژې دمبارکې میاشتې د شپو لپاره د دوبئ جذاب پرورګرامونه ترسره کیږي

6:01 - March 18, 2023
د خبر لمبر: 3487048
ایکنا-(تهران)د دوبئ ښار مسئولانو سږکال د روژې دمبارکې میاشتې لپاره ډير ډول ډول او جذاب پروګرامونه په نظرکې نیولي دي.ځیني رمضاني نوښتونه به د لومړي ځل لپاره په ده ښار کې ترسره شي.

ایکنا دخلیج ټایمز له قوله راپورراکړ،ددینونو روژماتی، د ماشومانو خاص پروګرامونه او نوي رمضاني فعالیتونه،د سږکال د روژې دمبارکې میاشتې  لپاره ددوبئ اعلان شوي نوښتونه دي .په شلو جوماتونو کې له ځانګړو لمونځونو رانیولې تر روژماتي او د پشماني یا سحري تر دستورو پورې، دا هغه شی دی چط ددغه ښار اوسیدونکي ورته په تمه کیدلی شي.

د دوبئ دخیریه فعالیتونو او اسلامی چارو ادارې  د رمضان المبارک لپاره یو لړ پروګرامونه اعلان کړي دي. دغه پروګرامونه  د ښاریزو او اوسیدونکو په مینځ کې د ګډ سوله ایز ژوند او د ورورولۍ دارزښتونو د خورولو په موخې سره د قرآن اوسنت د اصولو په اساس ترسره کیږي. د ؛دوبئ رمضان:په نامې سره نوښت ،سږکال په ډیرو نوښتونو، فعالیتونو او پيښو کې  شامل دی.

دوبئ به د متحده عربی اماراتو او نړۍ  د یوشمیر مشهورو قاریانو کوربه وي. د دوبئ د قاریانو د ټيم سرپرست او د اسلامی چارو د برخې مشر جاسم محمد الخزرجي په یولړ څرګندونو کې ووئيل، ددوبئ د قاریانو دستورې، د پيغمبراکرم(ص)دسنت د احیاء او د یوه اسلامی مهم مرکز په توګه د جومات د وارمخکې رول د پياوړتیا په خاطر ترسره یږي. د دوبئ د قاریانو پروګرام  په اتو جوماتونو کې د ۸۴قاریانو په  ګډون سره ترسره کیږي.

الخزرجي ووئيل، د ؛منتخبو قاریانو ؛په عنوان سره یو بل پروګرام  هم شته چې په شلو جوماتونو کې به د تراویح لمونځ ترسره شي  او پنځه قاریان  به په ټولوې میاشتې کې د قرآن تلاؤت وکړي.

په نورو  هغو پروګرامونو کې چې په دوبۍ کې ترسره کیږي،د دوبئ په ټولو جوماتونو کې د درسونه او ویناوې،د دوبۍ په مختلفو جوماتونو کې دمیرمنو ویناوې ،رمضاني سپموزیمونه او نوره رمضاني پړاؤنه، ریډیو اوټيلیویژني پروګرامونه،په کوڅو کې د اکسپو سیټي په غږملونې سره  اکسپو ویناوې ، قرآن دحافظو  کارمندانو  ترمینځ سیالۍ او د روژې دمبارکې میاشتې په باب د پوهې د سنجونې سیالۍ پکې شاملې دي.

همداراز ځیني هغه نوښتونه چې سږکال د روژې په مبارکې میاشتې :ې  وړاندې کیږی، په هغو کې  هلا رمضان، هم شته ،دا Tecom  پيښه په  سیمې کې د دوبۍ د ښاروالۍ په غږملتیا سره دی چې د ټولنې ټوله پرګنې پکې شاملیږي ،څو د مهربانۍ او ګډ سوله ایز ژوند  روحیه پراخه کړي.ددغه پلان  د لومړنیو درو ورځو په فعالیتونو کې په بهرنیو ژبو دیني او تعلیمي ویناوې  او په ورځې د دوه زره کسانو لپاره ډله ایز روژماتي  شامل دي.

د دوبئ نبض، دا د میرمنود عمل یو نوښت دی  چې هدف ئې د اماراتي ارزښتونو د ساتلو لپاره په نسلونو کې دارتباط ټينګیدا ده. په دغه نوښت کې درې پرله پسې نسلونه  سره غونډيږي  اود روژې دمبارکې میاشتې  سره اړونده پخوانۍ کیسې  او خاطراتو څځه ډکې کیسې دکورنۍ په یوې په زړه پورې فضاکې ،د آنیاوانو په وسیله لمسیانو ته د کلتورد منتقلیدا پروګرامونه ترسره کیږي.

د دوبئ روژماتی ؛ ددغې غونډيدا هدف،په متحده عربی اماراتو کې د دډيپلوماټیکو او کنسولي  اورګانونو دغړو په شتون سره د روژماتي لپاره په یوه دسترخوان باندې په دوبۍ کې دیره  د مختلفو دینونو  دمشرانو اونمایندګانو غونډ،ل دي او د روژې دمبارکې میاشتې په یولسمه نیټه ترسره کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4128591

 

captcha