IQNA

د روژې د مبارکې میاشتې د جمعو ورځو فضیلیت

15:48 - April 06, 2023
د خبر لمبر: 3487146
ایکنا-(تهران)په اسلامی سنت کې د جمعې ورځ،د اختر ورځ دعبادت ورځ  او د کورنۍ ارزښتونو د توجه ورځ حسابیږي،پر دغو فضایلو سربیره ،د روژې دمبارکې میاشتې  جمعې ورځې ، له دوه چنده اهمیّته  برخمنې دي ،ځکه چې رمضان میاشت له ټولو میاشتو برلاسه او په دغې ورځې کې مومنان روژتیان دي.

د «کنزالمرام فی اعمال شهرالصیام»نومې کتاب د روژې دمبارکې میاشتې د جمعو ورځو ځيني فضایل او آداب بیان کړي دي چې ځيني ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.

په روایتونو کې راغلي دي، د روژې دمبارکې میاشتې د جمعو شپې ورځې  دنورو میاشتو د د جمعو پر شپو ورځو برلاسه دي.

حضرت امام محمد باقر علیه السلام  د روژې دمبارکې میاشتې په جمعې ورځو کې د نورو جمعې ورځو په نسبت لا زر جومات ته تشریف وړلو  اوفرمائيل ئې ؛د نورو میاشتو پر جمعود  روژې د  میاشتې دجمعو ورځو برلاسی ، پر نورو میاشتو د روژې دمبارکې میاشتې د برلاسي په شان  دی.

امام بزرګوار همداراز په یوه بل حدیث کې فرمائيلي دي؛  دنورو میاشتو پر جمعو د روژې د مبارکې میاشتې د جمعو ورځو برلاسی،هماغه  پر نورو پيغمبرانو پيغمبر کرم د برلاسي په شان دی.

په یوه حدیث کې  نقل شوي دي چې پیغمبر اکرم(ص)فرمائيلي دي؛خداوندمتعال په روژې  مبارکې میاشتې کې د  روژماتي په وخت،د جهنم له اوره زر کسان آزادوي،البته  د روژې د میاشتې د جمعې ورځ او جمعې شپه  راورسیده، په هرې ګنټې کې،زر هغه کسان چې د جهنم اور ورباندې واجب شوی وي، د جهنم له اوره آزادیږي.

د روژې دمبارکې میاشتې په جمعو کې ترټولو برلاسه عملونه؛

په یوه حدیث کې راغلي دي ، چې پیغمبر اکرم(ص) فرمائي؛ د جمې په شپه او ورځو کې پر اهل بیت علیهم السلام ډير صلواة استوئ،ورڅځه وپوښټل شول، له ډير زیات څخه څومره مقصد دی؟ وې فرمائيل  سل ځله او هرڅومره زیات وي هومره لاښه دي.د روایتونو به اساس،، د قرآن کریم د تلاؤت د جمعې غسل ، ددعای فرج ، صفائي کول  او داسې نورو کارونو په شان چې  دنورو میاشتو په جمعو کې مستحب دي ، د روژې په مبارکې میاشتې په جمعو کې ئې ثاب او اجر دوه برابره دی.

3895596

captcha