ایکنا د افق خبری آژانس له قوله راپور راکوي،د افغانستان د طالبانو د لوړو معارفو د وزارت مرستیال مدعی شو چې په هیواد کې د علومو د پرمختګ په برخې کې هیڅ ډول خنډ نشته .
په افغانستان کې د علم د پرمختګ په لاره کې د خنډونو د نشتوالي په باب د طالبانو دحکومت ددغو لوړپوړي غړي ټینګار په داسې حال کې دی چې ددغه حکومت د فیصلې په اساس په افغانستان کې انجونې له شپږصنفه پورته او همداراز په پوهنتونونو کې دزړه کړې حق او اجازت نه لري.
د افغانستان د طالبانو دد لوړو زده کړو د وزارت علمي مرستیال لطف ا.. خیرخواه پرون ناوخته په کابل کې په یولړڅرګندونو کې مدعی شو، اوس په افغانستان کې دعلومو د پرمختګ په برخې کې هیڅ ډول خنډ نشته او هیڅوک په خنډ رامینځةکولو پسې نه دي.
آوا خبری آژانس راپور و روکړ خیر خواه زیاته کړې ده د پوهنتونونو د پراختیا او سنبالتیا لپاره کافي او ډیره بودجه شته چې د لوړو زده کړو د وزارت په هڅې سریه ټاکل شوې ده په راتلونکو پنځو کلونو کې د هیوادد ټولو پوهنتونونو لابراتوارونه مجهز شي.