ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، دافغانستان د پوهنې او معارفو د وزارت سرپرست مولوي حبیبالله اغا پرون یکشنبه د تلې دویمه دغه ولایت کې د یوې دینې مدرسې د جوړېدو چارو د پرانېستلو په اړه جوړې شوې غونډه کې ویلي، هلکان او نجونې حق لري چې دینې زدهکړې وکړي او په وینا یې، «د هلکانو په پرتله د نجونو جهل زیات دی.
نوموړي ویلي: څومره چې هلکان پر موږ حق لري، نجونې هم حق لري چې دیني زدهکړې وکړي، ځکه د هلکانو په پرتله د نجونو جهل «ناپوهي» زیاته ده. د افغانستان د طالبانو دپوهنې او معارفود وزارت سرپرست دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې همدغه طالبان دي چې په افغانستان کې ئې انجونې له شپږم صنفه پورته دزړه کړو له ترسره کولو منع کړي دي ،ان د پوهتونونو دروازې ئې هم پر افغان انجونو تړلي دي .
د افغانستانن پوهنې وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې د عصري علومو پر مټ د هېواد پرمختګ شونی دی.
نوموړي هېواد کې د دیني مدرسو پر جوړېدو ټينګار کړی او د خلکو ترمنځ یووالی، او یو بل منل د هېواد د پرمختګ لامل بللی دی.