IQNA

په مصر کې عمومی خلک د قرآني محفلونو پراخ هرکلی کړی

7:30 - October 30, 2023
د خبر لمبر: 3488189
ایکنا-(قاهره) د مصر د اوقافو وزارت  پخپل رسمي سایټ کې د یوه مطلب په خپرولو سره ،  په درست هیواد کط د قرآني محفلونو  د پراخ هرکلی په اعلانولو سره، په دغو محفلونو کې د څه دپاسه یولک پنځه څلویښت زره کسانود  ګډون خبر ورکړ.

ایکنانیوز د الوطن له قوله راپور راکړ، د مصر داوقافو وزارت پخپلې رسمي پاڼې کې اعلان کړی دی ،د قرآن کریم  دچارو په تیره بیا د عمومی خلکو لباره دقرآني فعالیتونو په زمینې کې په اهتمام کې ،دغه محفلونه ،د مصر په عمومی جوماتونو کې د څه دپاسه یو لک پنځه څلوریښت زره کسانو کوربه شوي دي.

د مصر اوقافو وزارت  همداراز  عامو خلکو لپاره د قرآن کریم د سم تلاؤت د زدکړې ترڅنګ د قرآن کریم د تدبّر او تفسر محفلونه هم ترسره کړي دي. 

دنړیوالو سیالیو ترڅنګ د قرآڼ د  حفظ  په مختلفو سویو کې د قرآن کریم د سیالیو ترسره کول ، د تفسیر، فقې ،حدیث او دنبوي سیرت   د زده کړې د محفلونو ترسره کول او همداراز د مصر د لوړپوړو او مشهورو  قاریانو په شتون سره د قرآني محفلونو ترسره کول ،  دمصر داوقافو وزارت ترټولو مهم قرآني فعالیتونه دي چې په وروستیو کلونو کې ډيره پراختیا تجروبه کړې ده.

  دمصر اوقافو وزارت  په کرتو  د قرآني فعالیتونو او دجوماتونو د جوړولو،پراخولو او رغولو  ته  د لوپوړو حکومتی چارواکو  د پراخې توجه قدرونه ک ړې ده ،که څه هم  د مصر ځينو تاریخي جوماتونو په بیا رغونې کې  د نړیوالو سټینډرډونو  اوتاریخي میراث ته د پام په نه ک ولو ډيرې نیوکې هم شته دي.  

https://iqna.ir/fa/news/4178509

 

captcha