ایکنانیوز راپور راک، په هغې ناستې کې چې پرون سهار وختي یعني د لړم د میاشتې په نهمه نیټه پّ ملګرو ملتو کې ترسره شوه ، دغزې تړانګې له اوسیدونکو کابو یو میلیون اوسیدونکي یعني ددغې سیمې نیمه آبادي کډه په سر شوې ده او دغه خلک له شماله ددغې سیمې جنوب ته تللي دي.
همداراز په ملګروملتو کې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو نماینده ریاض منصور په دغې غونډې کې پخپلې وینا کې ووئيل، دغزې تړانګې د اوسیدونکو لپاره د امن هیڅ ځاي نه دی پاتې شوی او کابو نیمې ودانئ په کنډوالو بدلې شوي دي ،تر اوسه پورې کابو درې نیم زره بې ګناه او معصوم ماشومان قرباني شوي دي. دا په دې معنا ده چې په هرساعت کې په غزې کې دولس ماشومان وژل کیږي او په زرګونو فلسطنیان هم د مرګ له خطرې سره مخامخ دي.
https://iqna.ir/fa/news/4179006