IQNA

علوی مقدس آستان ته د مشهد رضوي مصحف ډالۍ شو(انځورونه)

8:22 - December 09, 2023
د خبر لمبر: 3488392
ایکن(نجف اشرف) د آل البیت (ع) دمیرات د احیاء موسیسې د مشهد رضوي مصحف یوه نسخه ،په نجف اشرف کې د علوی مقدس آستان تولیت سید عیسی الخرسان ته ډالۍ کړه.

ایکنانیوز د آستان علوي خبری سایټ له قوله راپور راکړ،د مشهد رضوي د مصحف یوه نسخه ،د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآنی مطالعاتو یوه څيړاند او د اسلامی خطي نسخو د حوزې کارپيژاند مرتضی کریمي نیا په وسیله او په  قم کې د آيت الله العظمی علی سیستانو له دفتر سره د اړونده آل البیت اسلامی میراث د  احیاء موسیسې په نمایندګي  د علوی آستان تولیټ ته ډالۍ شوه.

سید عیسی الخرسان په دغې کتنې کې ددغه ارزښتمن نوښت په قدرونې سره ،د قدس رضوي آستان دتولید حجةالاسلام حاج شیخ احمد مروي ، په ایران کې د آیت الله سیستاني نماینده حجةالاسلام سید جواد شهرستاني  او ددغې نسخې د څيړاندو څخه په قدرونې سره، دهغو زحمتونو چې ددغه ارزښتمن تحقیق لپاره ئې زغملی دي ، مننه او ستاینه وکړه.

کریمي نیا هم په دغې کتنې کې د حضرت امیرالمومنین امام علی علیه السلام د سپيڅلي حرم په زیارت کولو په خوښۍ ښ،دلو سره ووئيل،د قدس رضوي دتولیت حجةالاسلام شیخ احمد مروي  او په ایران کې د آیت ا لله سیستاني د نماینده او  آل البیت  موسیسې دم دیر حجة الاسلام سید جواد شهرستاني درود او سلام ستاسو خدمت ته وړاندې کوم.

هغه ووئيل، د مشهد رضوي مصحف په حجازي خط د قرآن کریم یوه ترټولو پخوانۍ نسخه  ده چې په لومړنۍ قمري پيړۍ کې ئې کتابت شوی او د قدس رضوي په کتابتونو کې ساتل کیدله.

د قرآني علومو د حزوې دغه څيړاند ووئيل، دغه نسخه له اوه کلنو محتواي څيړنو او له تخنیکي تیارولو وروسته په حجازي خط د لومړۍ هجری قمری پيړۍ څخه باقي پاتې د بشپړ لاس لیک شوي  قرآن په توګه خپور شو. کریمي نیا په دوام کې دغه ارزښتمنه قرآنی نسخه ،د عربی او لویدیځي پوهنتونونو د څيړاندو لپاره یوه مهمه مرجع او سرچینه او همداراز د اسلامی نړۍ دعلمیه حوزو او اکاډمیک ټولنو لپاره یوه مهمه مرجع وبلله .  هغه روښانه کړه ددغه مصحف دمتن ځانګړنو ته پّ پام سره ،املائي غرائب ، قرآئتي اختلاف،د سورو ترتیب او ځای په ځای کول  او نهایتا د ۱۴کاربنو د ډيرو آزمیښټونو په اساس  اوس روښانه شوې ده چې  ددغې نسخې اصلی خپریدا په لومړنۍ قمري پيړۍ کې  کتابت شوی ده .

کریمي نیا ووئيل، د مشهد رضوي دمصحف بشپړ متن  په دوو ژبو عربی او انګریزي  سره یوه مشروحه مقدمه  او په توضیحاتو او تحقیق سره ، په قم کې د آل البیت (ع) دموسیسې  له خوا  او قدس رضوي په ملګرتیا سره  د فاکسیمیله(د اصل په اساس) دچاپ په چوکاټ کې  خپور شو.

له دې مخکې آل البیت  دمیراث داحیاء موسیسې  ددغه لاسلیک شوي قرآن یوه نسخه په عرقا کې ستر دینی مرجع آیت الله العظمسی  علی سیستانه ته ډالې کړې ده.

دمشهد رضوي مصحف په لومړۍ قمری پيړۍ کې د لاسلیک شوي قرآن بشپړ ټولګه ده چې د لړم دمیاشتې په ۲۵نیټه د قدس رضوي د آستان دتولیت حجةالاسلام شیخ احمد مروي  اود آیت الله سیستاني د نماینده حجةالاسلام سید جواد شهرستاني په شتون سره په مشهد مقدس کې افتتاح شوه .

اهدای نسخه‌ای از مصحف مشهد رضوی به تولیت آستان علوی + عکس
 
اهدای نسخه‌ای از مصحف مشهد رضوی به تولیت آستان علوی + عکس
 
اهدای نسخه‌ای از مصحف مشهد رضوی به تولیت آستان علوی + عکس
 
اهدای نسخه‌ای از مصحف مشهد رضوی به تولیت آستان علوی + عکس
 
اهدای نسخه‌ای از مصحف مشهد رضوی به تولیت آستان علوی + عکس

https://iqna.ir/fa/news/4186604

captcha