IQNA

روح الله په قرآن کې + اینفوګرافیک

8:20 - December 30, 2023
د خبر لمبر: 3488493
ایکنا- اینفوګرافیک د قرآڼ کریم په آیتونو کې دتدبر په موخه د حضرت عیسی (ع) دژوند له بیله تر آخره پورې وړاندیږي.

ایکنانیوزراپور ورکوي،حضرت عیسی علیه السلام د الوالعزم  او د شریعت خاوند پيغمبر دی او آسماني کتاب انجیل ورباندې نازل شوی دی. هغه له ختمی مرتبت حضرت محمد مصطفی(ص) څخه مخکې ترټولو وروستۍ پيغمبر دی.

د مصحف شریف په آيتونو کې په تدبّر او مفاهم کې په کتو سره به وګورو چې قرآن کریم د حضرت عیسی(ع) کیسه د حضرت مریم(س)د طهارت د مقام  او دحضرت عیسی (ع) د پاکوالي له ساتلو سره یو ځاي ،د ډيرعجیبه زوکړې په شان په شکلونو سره  او په ترټولو ښکلي صورت سره د خاص الهي آیت نښه ، په الهي معجزې سره له زیږیدا وروسته په خبرو کولو سره ،صاحب معجزو او د حکمت راوړونکی ، د شریعت لرونکی  او د انجیل آسماني کتاب لرونکي په بڼې سره بیانوي.

حتی په یوشمیر آیتونو کې د حضرت عیسی (ع)د روح القدس شونې تائيدونکی،پر اعمالو له ګواهانو څخه په مسحیح شونې ،په مینځ پړاؤ عمر کې (د حضرت مهدي د ظهور د وخت) خبرو کولو،دتورات مصدق، او له  ځانه وروسته د پیغمبر د ځيری ورکونکي په څير دولس مخصوصوکارونو لرونکي ته اشاره شوې ده  او د آل عمران سورې په ۵۵ آیت کې یعني ؛ إِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَى إِنِّي مُتَوَفِّيكَ وَرَافِعُكَ إِلَيَّ وَمُطَهِّرُكَ مِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا» اود نساء  په آیات ۱۵۷-۱۵۷ تکې یعني «وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللَّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَكِنْ شُبِّهَ لَهُمْ... / بَلْ رَفَعَهُ اللَّهُ إِلَيْهِ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا»   پر صلیب  د هغه ځوړند کیدا ئې رد کړې او پر نجات او دخداي وآځوا ته په تلو  او عروج ئې ټينګار کړی دی.

البته په کلی توګه دحضرت عیسی (ع) نامه،د ژوغورونکي  په  توګه ۲۵ ځله  او دهغه بزرګوار د یوه لقب مسیح لفظ  یولس ځله  په قرآن کریم کې تکرار او د ؛ابن مریم؛ په عنوان سره هم ۲۳ځله بیان شوې ده . همداراز د مسیح پیروکارو ته ؛نصاری ؛ وئيل کیږی (په قرآڼ کې ددغه لقب تکرار ،۱۴ځله  او د هغه مفرد ؛نصراني ؛ یو ځل ،حواریون  هم ۵ځله او  انجیل هم ۱۲ ځله راغلې ده.

د اوسنیو تحریف شوو انجیلونو په اپوټه چې خداوندمتعال  دعیسی د پلار په توګه او ....داسې نوره نامې اخستل کیږی، قرآن کریم یوه جمله ؛  رَبِّی وَرَبُّكُمْ» د آل عمران سورې په ۵۱آیت کې ،؛ انَّ اللَّهَ رَبِّی وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ هَذَا صِرَاطٌ مُسْتَقِيمٌ»   او د  مائدې په  ۱۱۷ آیت کې ؛ «مَا قُلْتُ لَهُمْ إِلَّا مَا أَمَرْتَنِی بِهِ أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ رَبِّی وَ رَبَّكُمْ وَ كُنْتُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًا مَا دُمْتُ فِيهِمْ فَلَمَّا تَوَفَّيْتَنِی كُنْتَ أَنْتَ الرَّقِيبَ عَلَيْهِمْ وَأَنْتَ عَلَى كُلِّ شَیءٍ شَهِيد» د حضرت عیسی (ع) له خولې نقلوي څو له هرډول غلط تفکر او ادعا سره  دهغه بزرګوار  په باب د الوهیَت له ادعا سره مبارزه وکړي.

Jesus in Holy Quran  

ددغه انیفوګرافیک محتوا، د قرآن کریم د  یوه حافظ ، مفسر او په قرآن کې دتدبّر د پړاؤنو د مدرس حجةالاسلام علی رجبی  کار دی چې د هرې سورې  په مهندسي بیان  او آیتون کې دتدبر ّ بیانولو  ناستې لري . هغه له حوزې څخه په درس خارج اوددیني علومو په زده کولو بوخت دی . ښاغلی رجبی د موضوعي تدبر  په اساس د قرآن کریم د تعلیماتو کتاب ،د نهج البلاغې  د ۳۸حکمت د شرحې (نصیحت پدارنه) په څير  تالیفات هم لري.

همداراز د حجةالاسلام علی رجبی د اطلاع رسونې ویب سایټ    https://fslt.ir     ته هم مراجعه کولی شئ.

https://iqna.ir/en/news/3486593

 

captcha