ایکنانیوز له مشهد مقدسه راپور راکړ، د رهبرۍ د ستر مقام د قرآني لیدتوګو نړیوال کانګرس په ولولناکو پایزو دستورو او د غوره کسانو په ستایلو سره خپل کار پاي ته ورسوه.
ددغه کانګرس په پایزو دستورو کې د حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د سیاسی اجتماعي لیدتوګو دقرآني آساس په ځانګړنې سره ، د خراسان یو غوره عالم آیت الله جعفر سیدان،د رهبرۍ د خبرګانو شورا غړی حجةالاسلام ابوالقاسم ،د خراسان علمیه حوزې مشر علی خیاط، د مشهد ښاروال محمد رضا قلند او د حوزې اوپوهنتون یو شمیر استاذانو او شخصیّتونو پکې شتون درلود.
په دغو دستورو کې د مرغومې یا دي د میاشتې په څوارلسمه نیټّ د مشهد مقدس د سپيڅلي حرم دمرکزي کتابتونو په قدس هال کې ترسره شوې ، په دغه نړیوال کانګرس کې د همکار مرکزونو او د غوره مقالو لیکونکو ستاینه وشوه.
ددغه راپور پّ اساس ،د میرمنو په علمي ډلې کې لومړنۍ رتبه ګټونکی ونه ټاکل شو او اعظم مزیناني دوهم مقام ، فاطمه صلاحي او سعید تلان دریم مقام ترلاسه کړ.
د رهبرۍ دستر مقام دسیاسی او اقتصادي لیدتوګو دقرآنی اساس په ډلې کې جواد مصلحي لومړی مقام او مرتضی رخیده دخت دوهم مقام وګاټه.
همداراز د رهبرۍ دستر مقام د اجتماعي اوتمدني لیدتوګو د قرآني اساس په ډلې کې مصطفی حمدی فر لومړی مقام او دوهم او دریم مقام ګټونکي هم معرفي نه شول.
د مقام معظم رهبرۍ په لیدتوګې اوسیرت کې د قرآني فعالیتونو په ډلې کې ه شام ورکیاني لومړی مقام ،برات الله هدایتی دوهم مقام او سید عقیل نسیمي دریم مقام ترلاسه کړ.
په څلورمې ډلې کې هم د غیر ایراني طلبه ؤ په آثارو کې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود قرآني لیدتوګې درلودې چې سید زکریا مزیدي لومړی مقام ، محمد حیدر له لبنانه دوهم او ابوبکر کرامبه دریم مقام ترلاسه کړ.