ایکنانیوز راپورراکړ، د راتلونکی کال په سلواغې میاشتې کې د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د یو څلویښتم پړاؤ چې د پیغمبراکرم(ص) د مبعث په شپو ورځو کې به مشهد په کوربتوبت سره ترسره شي، د امام رضا علیه السلام د سپيڅلی حرم په امام خمیني صحن کې ترسره کیږي.
دقران کریم د نړیوالوسیالیود یو څلویښتم بړاؤ ترسره کونکي کمیټې د کب د میاشتې په نولسمه نیټه د اوقافو او دخیریه چارو د ادارې د قرآني برخط دمرکز مشر حمید مجیدی مهر په شتون سره په مشهد مقدس کې خپل کار پیل کړ.
د هغه د خبرو په اساس، په راتلونکو کلونو کې به د هیواد نور ښارونه او ولایتونه هم د قرآن د نړیوالو سیالیو ددغو پیښو کوربتوب تجروبه کړي.
له دې مخکې په ۱۳۹۸لمریز کال کې او له کرونائي بحرانه مخکې مشهد د قرآن د نړیوالو سیالیو د اته دیرشم پړاؤ د کوربه په توګه اعلان شوی ؤ. په هغه کال کې حجةالاسلام سید مهدي خاموشي د اصفهان ولایت په کوربتوب دقرآڼ عمومي سیالیو د دوه څلویښتم پړاؤ په پرانیستونکو دستورو کې په مشهد کې د قرآن دنړیوالو سیالیو دترسره کیدا خبر ورکړی ؤ.
باید ووئيل شي چې تیر کال د قرآن کریم د سیالیو د نهه دیرشم پړاؤ مقدماتي مرحله چې په غیر حصوری بڼه پلان شوې وه، دمشهد ښار په کوربتوب او ددغه ښار د قاضیانو په شتون اودیره کیدا سره اجرائي شوې وه.