IQNA

د ایران له سمندری قدرته دنړۍد خپلواکه هیوادونو په استفادې دلویدیځ اندیښنه(مقاله)

14:29 - April 23, 2024
د خبر لمبر: 3489096
ایکنا - یو  هغه ټکی چې په تیرو میاشتو کې  او د سیمه ایزو تاؤتریخوالو  دزیاتیدا په اوج  کې  له ټولوزیات ښکاره شوی، په نړۍ کې  په یوه ستر قدرت د ایران بدلیدا ده . یوه داسې چاره چې د لویدیځ سلطه غواړو  هیوادونو نه ده خوښه او ددوي په اپوټه د آسیا،افریقا او لاتینې امریکا خپلواکه هیوادونه به ورڅخه ګټه پورته کړي.

ایکنانیوز  د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،لویدیځي آسیا سیمه  په تیرو میاشتو کې  له ډیرو زیاتو تاؤتریخوالو سرټکوي . په دې لړ کې د فلسطین داسلامی مقاومتي غورځنګ حماس  په وسیله دطوفان الاقصی ناڅاپي  عملیاتو  له بریالۍ اجرا وروسته،د غزې تړانګې په ضد د قدس د نیواکګر  وحشي صهیونیسټي رژيم له خوا دیوه لوي اوویجاړونکي جنګ د پیلیدا شاهدان وو.یو داسې جنګ  چې  څه دپاسه شپږ میاشتې ئې تیریږي  او تراوسه پورې د څه دپاسه یولک فلسطینیانو د شهادت او ژوبلیدا سبب شوی دی او دغه ویجاړونکی جنګ او تیري هماغه راز دوام لري.

 ددغه جنګ په چوکاټ کې  د سیمې په سویه په مقاومتي جبهې کې   حضار مختلف لوبغاړو په غږمله ډول د اسرائيلو د نیواکګر رژیم  په ضد یو اوږد او ستومانه کونکي عملیات ترسره کړي او هڅه ئې کړې ده،د ایران او د  اسرائيلي نیواکګررژيم ترمینځّ دتاؤتریخوالو د زیاتیدا شاهدان یوو.  صهیونیسټانو په پیل کې په دمشق کې د ایران د سفارت په کنسولي برخېد یوې ترهه ګرې حملې په چوکاټ کې  حمله وکړه چې د ایران د یو شمیر پوځي قوماندانانو او سلاکارانو  چې په دغه هیواد کې د سورئې د حکومت په رسمي بلنه دیره شوي وو،  شهیدان شول.

ددغه اقدام په ځواب کې  ایران هم په ډاګه اعلان وکړ، چې داسرائیلو په ضد به رټونکي او سزاکونکي عملیات ترسره کړي. داسې عملیات چې  ایران په تیرو شپو ورځو کې  د  ؛وعده صادق ؛ په نامې سره ترسره کړي او  دهغه په  چوکاټ کې  ئې د نیواکي ټاټوبو په لور په سلګونو توغندي اوډرونز وتوغول.

ډیره شناندي او تحلیلګرانو دغه عملیات د نړۍ ترټولو لوي ډرونز عملیات  ونومول. داسې عملیات چې د اسرائيلو نیواکګر او تیریګر رژیم ته ئې سټراټژيک  تاوانونه واړول.  له دې ټولو سره ، یو هغه ټکی چې  په تیرو میاشتو کې  او د سیمه ایزو تاؤتریخوالوم د زیاتیدا په اوج کې له ټولو زیات ښکاره شوی،په نړۍ کې  د یوه لوي سمندری قدرت باندې د ایران بدلیدا آوازه  ده .

یوه داسې موضوع چې  د امریکا او صهیونیسټ رژيم او  دوو درو استعماري مخینه لرونکو هیوادونو لپاره ئې   جدی اندیښنې راولاړې کړي دي. په دې لړ کې ډیری شناندي دې ټکي ته اشاره کوي،چې ایران په تیرو کلونو کې توانیدلی دی د پام وړپر هرمز سټراټژيک  تنګي  باندې تر پام وړپورې کنټرول ولرل شي. یو داسې تنګی  چې د انرژۍ   دټرانسپورټي لارې له پلوه ، دنړۍ یوه ترټولو مهمه اوبلاره او تنګی دی او د نړۍ د انرژۍ  څه ډپاسه شپیته فیصده برخه   له دغه تنګي تیریږي.

 په عین حال کې،په سیمې کې د  وروستیو میاشتو  د بدلونونو په اوج کې،د ایران یو نزدې متحد یعني د یمن انصار ا...غورځنګ هم له خپلې د باب المندب  د امنیتی معادلاتو  په کنټرولولو کې تر پام وړ وړتیاوې  ښودلي دي.

          یو داسې تنګی چې هغه هم په تیره بیا د اسرائیلي نیواکګرانو او  لویدیځي اروپائی قدرتونو لپاره  یوسټراټژيک تنګی دی او درسمي احصایو په اساس،د نړۍ د کنټینري تجارت  څه دپاسه دولسی فیصدي ټریفک  له همدې لارې ترسره کیږي.

اوس ،ددغاو سټراټژيکو تنګیو او  اوبلارو په څارنې باندې د ایران او دهغه دمتحدانو توانمنیو د امریکا په  چورلیز توب سره په لویدیځي  سلطه غواړي جبهې کې دا اندیښنه  رامینځةکړې ده  چې تهران عملا د سیمې او نړۍ په سویه  د پام وړ او اغیزشیندونکو کارډونو د ترلاسه کولو په حال کې دی چې  دغه کارډونه  د لویدیځي سلطه غواړو بهیرونو  لپاره  جدي تاوانونه لرونکی کیدلی شي او له  بل پلوه  د آسیائي ، افریقائي  او لاتینې  امریکا  د هیوادونو په شان  د نړۍ د جنوبی هیوادونو او غیر استعماري  هیوادونو لپاره یو امتیاز دی.  

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i148560

captcha