IQNA

عدالت غوښتنه وکړه؛

په هند کښې د ((بابري)) جومات شخړه حل کولو لپاره د کمېټه جوړول

10:12 - March 10, 2019
د خبر لمبر: 3482012
نړیواله ډله: د هند عالي عدالت د هندوانو او د مسلمانانو ترمنځه د بابری جومات لرغونې شخړې حل کولو او منځګړیتوب لپاره ۳ کسانو یوې کمېټې جوړولو حکم صادر کولو غوښتنه وکړه.

د ایکنا راپور له مخې، د الجزیره خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د هند عالي محکمې په ۱۷ اسفند د بابري جومات د شخړې حل کولو لپاره د هند عالي عدالت مخکېنۍ قاضي ابراهیم خلیفة الله په مشرتوب کښې د درې کسانو کمېټې جوړولو غوښتنه کړې ده.
سر سری رافی شانګار، د هندوانو معنوي استاد او سریرام بانتشو، لوړ پوړ وکیل او د منځګړیتوب پوهاند، او نورو غړو سره دغه کمېټۍ جوړه کړې ده، دا منځګړیتوب به مکمل محرمانه وې او له رسنیو د هغې خپرول به ممنوع دې.
بابری جومات د اوترپردېش ولایت په آیودیا ښار کښې د رام کوت په ډېرۍ جوړ دی، دا جومات په کال ۱۹۹۲ کښې د هندو افراطی ډلو له اړخه ویجاړ شوې وو، د بابری جومات ویجاړول په هغه وخت کښې په ټول هند کښې مذهبي تاوتریخوالی رامنځته کړې وو چې په کښې تقریباْ ۲ زره کسان مړه شوې وو.
د بابری جومات شخړه د مسلمانانو او د هندوانو ترمنځه تر ټولو سخته ستونزه ده چې لومړي یواځې د هند ښکته عدالت د دغه ستونزې څېړنې وکړې خو ولی له کال ۲۰۱۱ نه د هند عالي عدالت د دغې ستونزه حل لپاره رامنځته شوه.
بحث د هندوانو له اړخه ویجاړ شوې جومات په ځای باندې د هندوانو د مندر جوړولو په اړه ادامه لري او د ځنې تاریخي روایتونو له نظره، د بابری جومات پر ځای باندې په ایودیا ښار کښې د راما زېږېدو ځای دې. چې د هندوانو په دینی متون کښې له هغې نه ذکر شوې دې.
د جومات پر ځای باندې د مندر جوړول د هند اوسني لومړي وزیر نارندرا مودي د ګوند متحدینو یوه غوښتنه ده.
د ګوند هندوانو متحدینو د هند پارلمانی انتخاباتو وخت را نیږدې کېدو سره د ویجاړ شوې جومات پر ځای باندې د مندر جوړولو غوښتې باندې ټینګار شورو کړې دی. د هند سراسري انتخابات به د دې کال په مۍ میاشته کښې پيل کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3796245/
captcha