IQNA

د عراق په غږملتیا سره د بغدادی پرضد عملیات شوی

9:21 - October 28, 2019
د خبر لمبر: 3482469
نړیواله ډله: عراق پوځ وویل د سوریې په ادلب ولایت کښې د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابوبکر بغدادی په وژلې کښې د امریکا عملیات د بغداد په ملګرتیا سره ترسره شوی دی .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ پښتو برخې نه په نقل، د عراق پوځ پرون په یوې(۱) بیانیې کښې د داعش ترهګرې ډلې د مشر پرضد د امریکا د عسکرو د عملیاتو له ترسره کیدا مخکې د عراق ملی استخباراتی ادارې د ابوبکر بغدادی  د پټنځای په هکله اطلاعات واشنګټن  ته ورکړی وو .د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون مازیګر په سپینې ماڼۍ کښې په خبرې ناسته کښې په سوریې کښې د داعش ترهګرې ډلې دمشر ابوبکر بغدادی د وژل کیدا خبر ورکړ .
د ابوبکر بغدادی په مشرۍ داعش ترهګرې ډلې په تیرو څو کلونو کښې د امریکا د سعودی عربستان د صهیونیسټ رژیم د متحده عربی اماراتو د انګلستان د فرانسې او دنورو عربو او اروپایی هیوادونو په مالی پوځی اواستخباراتی ملاتړونو سره د عراق او د سوریې ډیر سیمې ونیولې او دخلکو پرضد یې ستر ظلمونه او جنایتونه وکړل .
https://parstoday.com/ps/news
captcha