IQNA

مولانا فضل الرحمان د حافظ حمدالله د تابعیت په لغوه کېدو سخت غبرګون ښودلی

9:41 - October 28, 2019
د خبر لمبر: 3482478
نړیواله ډله: د جميعت علمائ اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن د حکومت لخوا د جميعت د ګوند د سنا غړی حافظ حمدالله تابعیت لغوه کولو پرضد سخت غبرګون ښودلي
د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د جميعت علمائ اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن د حکومت لخوا د جميعت د ګوند د  سنا غړی حافظ حمدالله تابعیت لغوه کولو پرضد سخت غبرګون ښودلي او ويلي دي چې د پاکستان نادرا ادارې ته شرم پکار دی چې د يو داسې سړي تابعيت يي لغوه کړی کوم چې د پلار نيکه د وخته د پاکستان په خاوره ژوند کوي چارواکي دې واوري چې کوم سړی په پاکستان کې پښتو وايې په قام افغان دي .کراچی سهراب ګوټ کې د آزادی لاريون ته وينا په وخت مولانا فضل الرحمن وويل چې ’د حافظ حمدالله پرضد شوي پرېکړه بايد نادرا او حکومت شرم وکړي دلته چې کوم پښتانه دي هغه به غيرملکي ګڼي  ده زیاته کړه چې د پاکستان پخوانی صدراعظم معين قريشي  او شوکت عزير د کوم هيواد غړي وو کومو چې په پاکستان کې د صدراعظم په څوکې باندي واکمني کړي ده؟ دا دواړه د غرب تابعيت لرونکې وو او د نړي وال بانکونو کارمندان وو ولي کوم کس چي د ابا و اجداد نه په دغه سيمه کې ژوند کوي او پلار نيکه يي د پاکستان په خدمت کې عمرونه تېرکړل نن وایی چې ته پاکستانی اتباع نه يې موږه دغه پريکړه د ځپلو په څوکه وهو چې اسلام آباد ته اورسيږم حمدالله به ماسره د پاکستاني اتباع په حيث په لاريون کې برخه اخلي ؛؛
د مولانا فضل الرحمن وينا وروسته پاکستاني واکمنو د حافظ حمد الله تابيعت بحال کړو ولي بلخوا حافظ حمدالله په بلوچستان کې د لاريون ګډون والو ته وينا په وخت وويل چې زه د دې سيمې يم ولې کوم پوځيان چې په بلوچستان کې  د بلوچو او پښتنو شتمنو پسې راغلي دي بايد زرترزره دې خپلې بسترې واخلي او د بلوچستان څخه دې ووځي
http://talwasa.af/2019/10/28
captcha