IQNA

په اندونیزیا کښې (د دینی واک ننګونې) نړیواله کنفرانس ترسره شو

9:22 - October 30, 2019
د خبر لمبر: 3482481
نړیواله ډله: د اندونیزیا د چاوه شرقي ولایت په مرکزي ښار سورایایا کښې د دینی واک ننوګونې موضوع سره نړیواله کنفرانس پيل شو.
د ایکنا راپور له مخې، د اندونیزیا د سورابایا ښار په حکومتي اسلامی پوهنتون کښې د «آیا بدعت یو نامشروع انتخاب دي؟» سوال او موضوع مطرح کولو سره دغه کنفرانس ترسره شو.
د امریکا، استرالیا، مالیزیا او .... هیوادونو نه استادان دغه کنفرانس ته دعوت شوې و، همدارنګه د رهبرۍ د ستر مقام استازې حجت الاسلام والمسلمین مجید حکیم الهي هم د دغه کنفرانس له بهرنيو ملمنو څه و چې په دغه کنفرانس کښې ګډون وکړو.
حکیم الهي خپله مقاله د «په مذهبونو کښې بدعت او وړاندې ننګونې» وړاندې کړه، هغه چې د جکارتا د اسلامی مرکز په ریاست کښې عهده لرې، په شورو کښې، د بدعت تعریف، د دغه موضوع موخې، مصادیق او په ادامه کښې په اوسنې وخت کې او په کلیسا کښې د بدعتونو تاریخ وړاندې کړو.
د دغه کنفرانس په خوا کې، د جکارتا د اسلامی مرکز مشر د سورابایا ښار د حکومتي اسلامی پوهنتون مشر، د الهیات د پوهنځې مشر او د دغه علمي مرکز علمي ډلي سره کته وکړه او د دواړو مرکزونو له یوبل سره مرستې په اړه یی خبرې اترې وکړې.
https://iqna.ir/fa/news/3852096
captcha