IQNA

په مالدیو کښې د اسلامی مقدساتو سپکاوې کونکو سره مقابلې باندې ټینګار

17:53 - November 03, 2019
د خبر لمبر: 3482487
نړیواله ډله: د مالدیو یو دیني لارښود د اسلامی مقدساتو د سسکاوې کونکو سره د مقابلې غوښتنه وکړه.
د ایکنا راپور له مخې، د آواس مالدیو نه په نقل، شیخ الیاس د دغه هیواد چاروکو غوښتنه کړي چې د هغه کسانو لټون وکړي چې د اسلام غلط او بد انځور وړاندې کولو لپاره یی اقدام کړي.
الیاس چې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د لمانځلو په مراسمو کښې وینا ته راغلې وو وویل: هر کس چې د اسلام سپکاوي کوي او د اسلام اصول او عقاید ته بد رنګ ورکوي، باید د خپلو کړو ځواب ورکونکې وي. نو ځکه، زه غواړم چې له دې فرصته استفاده وکړم او له ولسمشر، د ولسمشر مرستیال او د پارلمان د غړو نه غوښتنه وکړم چې په دې اړه فکر وکړي.
هغه په ادامه کښې وویل: ځني ډلي د مسلمانانو انځور وړاندې کولو لپاره د هغې ته د ترهګر عنوان ورکولو په ټکل کښې وې. خو خپل هدف ته نه رسې او بیا په مالدیو کښې د پیغمبر صلی الله علیه و آله د شخصیت تحریف کولو لپاره هڅه کوې چې په هغې کښې هم له ماتې سره مخامخ کېږي.
په وروستیو کښې یو غیر حکومتي سازمان« د مالدیو ډموکراسی چینل (MDN)» د «په مالدیو کښې د افراطګرۍ څېړنه» عنوان لاندې یو راپور خپور کړي چې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله  او د اسلامی اصولو د سپکاوې نه ډک مطالب لرلو له سببه یی د پراخه اعتراضاتو سره مخامخ شوي.
د دغه سازمان فعالیتونه په لنډ مهال بند شوې خو دینی عالمان او خلک د دغه سازمان په کامله توګه د بندولو غوښتنه کوي.
https://iqna.ir/fa/news/3853936
captcha