IQNA

په ختیځو ولایتونوکښې د ښځو پر وړاندی دتاوتریخوالي پیښې زیاتې شوې دي

16:01 - November 05, 2019
د خبر لمبر: 3482488
نړیواله ډله: سږ کال په ختیځو ولایتونوکښې د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالي ۲۲۰ پیښې ثبت شوي چې د تیر کال په پرتله پکښې زیاتوالی راغلی دی.

د ایکنا راپور له مخې، د افغانستان په شرقي ولایتونوکې د بشري حقونو د خپلواک کمیسون دسیمه ییز دفتر مشرې میرمن صبرینه حمیدی د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالۍ ورځې دنمانځني په مراسموکې چې د جلال اباد ښار د میرمنو په بڼ کې ترسره شول، وویل: سږ کال په ختیځو ولایتونوکښې د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالي ۲۲۰ پیښې ثبت شوي چې د تیر کال په پرتله پکښې زیاتوالی راغلی دی.

میرمن حمیدی وویل چې دروان کال په تیرو اوو میاشتو کښې تر لاسه شوي ارقام ښیي چې په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونوکښې د میرمنو پر وړاندی د تاوتریخوالي په پیښو کې زیاتوالی راغلی چې یوازی ۹۱ پیښې یې په ننګرهار ولایت کې ثبت شوې دي. د بشري حقونو د خپلواک کمیسون د سیمه یز دفتر مشرې وویل: که څه هم د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالي دپیښو ګراف د تیر کال د اوو میاشتو په پرتله لوړ دی خو تر څنګ یې د عامه پوهاوي چارې هم په بریالیتوب سره پر مخ تللی او ورسره د میرمنو دپوهې کچه هم لوړه شوې ده.

میرمن حمیدی وویل: اوس پر عدلي او قضایي ادارو د میرمنو باور دپخوا په پرتله زیات شوی او هغوي د خپلو قضیو د څیړنې په موخه عدلي او قضایي ادارو ته مراجعه کوي او همدا لامل دی چې د تاوتریخوالی د پیښو ګراف هم لوړ شوی دی.

دننګرهار ولایت د ښځو چارو ریسه میرمن فتانه عزیز وایی دښځو پر وړاندی د تاوتریخوالي يه ثبت شویو پیښو کې وهل ټکول، دنفقې نه ورکول،له کوره تیښته او جبري ودونه شامل دي

https://parstoday.com

captcha