IQNA

د پاکستان پوځ د اپوزیشن یا اعتراض کونکو ملاتړ نه کوی

14:19 - November 08, 2019
د خبر لمبر: 3482490
نړیواله ډله: د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ف څانګې مشر بیګا په اسلام اباد کې د آزادۍ مارچ د ګډون کونکو په ټول کې پخپلې لمسونکی وینا کې وئیلی دی ، دحکومت له خوا مرکچی ډله که غواړی له دوی سره خبرې وکړی ،نو نور دې هاله راشی ، چې د لومړی وزیر عمران استعفی او وارمخکې انتخاباتو دترسره کیدا فرمان دې ورسره وی

د ایکنا راپور له مخې، د پاکستان دپوځ ویندوی  جنرال آصف غفور  پرون په یولړ څرګندونو کې ددغه هیواد دجمعیت علمای اسلام ف څانګې  په سیاستونو په نیوکو سره  وئیلی دی ،پوځ  د حکومت  په ضد داعتراض کونکو او پرلت وهونکو ملاتړ  نشی کولی  .

  جنرال آصف غفور  د جمعیت علمای اسلام  ګوند او اعتراض کونکو سره  د پاکستان دپوځ هرډول ارتباط رد کړ او وې وئیل ، پوځ  ددغه ګوند له مشر مولانا فضل الرّحمن  له دغه اقدام سره  هیڅ ارتباط  نه لری او ورځینی ملاتړ هم نه کوی .

 د پآکستان دپوځ  د ویندوی  دې ته په اشارې سره چې  د مولانا صیب په اعتراض او مارچ کې  له افراط پالو او منع شوو  ګوندونو او ډلو ټپلو څخه ملاتړ کیږی،زیاته کړې ،له افراط پالو او ممنوع الفعالیت  ډلو څخه  ملاتړ پاکستان ته تاوان رسوی .

  هغه ددې خبرې په کولو سره چې پوځ  له قانونی حکومته ملاتړ کوی، روښانه کړې ده ،  دمولانا فضل الرحمن  اعتراضونه سیاسی او شخصی دی  ، او هغه حق نه لری ، خپلې غونډه په پوځ پورې وتړی .

 د  پاکستان دپوځ ویندویهمداراز  دپاکستان په پارلیمانی انتخاباتو کې د  پوځ د لاسوهنې په باب  د مولانا صیب تورونو ته په اشارې سره  هم ووئیل ،پوځ  د رایو په نتیجې کې هیڅ دخالت نه کوی او  یوازې ډ  حکومت  په غوښتنې سره ئې د انتخاباتو د ساتنې لپاره  خپل ماموران  دیره کړی وو .

وروستی راپورونه ښئ چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ف څانګې مشربیګاپه اسلام اباد کې د آزادۍ مارچ  د ګډون کونکو په ټول کې پخپلې لمسونکی وینا کې وئیلی دی ، دحکومت له خوا  مرکچی ډله  که غواړی له دوی سره خبرې وکړی ،نو نور دې  هاله راشی ، چې د لومړی وزیر عمران   استعفی او  وارمخکې انتخاباتو دترسره کیدا فرمان دې  ورسره وی  که داسې نه وی ،نو په دوو ورځو کې به د دغه ستر لاریون روده بدله شی .

https://parstoday.com

captcha