IQNA

د یمن د جنګ د پایلو په اړه د انصار الله غورځنګ د مشر وینا

12:27 - November 11, 2019
د خبر لمبر: 3482493
نړیواله ډله: صهیونیستی رژیم ته خبرداری، د صهیونیستی رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو چې سخت متزلزله موقعیت لری او د کابینې په جوړولو کې د بنی ګانتس ناکامۍ او د پارلیمان د دریم ځله انتخاباتو ترسره کېدو ته انتظار لری.

د ایکنا راپور له مخې، د یمن د انصارالله   غورځنګ مشر عبدالملک بدرالدین الحوثی د نومبر په نهمه(۹) د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د زوکړې  د کلیزې په مناسبت   د یمن د جنګ نوې اړخونه  بیان کړل.

د عبدالملک حوثی وینا څلور مهم اړخونه لرل.

لومړی اړخ: د سعودی ائتلاف لخوا د یمن د تیلی سرچینو د لوټولو افشا کول. په دې اړخ کښې، د انصار الله د غورځنګ مشر د یمن په خلاف د سعودی ائتلاف د جنګ لږو مطرح شویو پایلو ته اشاره وکړه. یمن د تیلو   له لویو تولیدوونکو هیوادونو څخه نه دی، خو تیل د دغه هیواد د عایدو مهمه سرچینه ده. د امریکا د انرجۍ د اطلاعاتو د ادارې په وینا، د یمن ثبت شوی ذخایر تر ۳ میلیارده بیرله دی. خو یمن به د سعودی ائتلاف د برید نه مخکښې په ۲۰۱۵ کال کښې هره ورځ تقریبا ۱۳۰ زره بیرل تیل تولیدول. د برید نه وروستو د یمن د تیلو د تولید اندازه هره ورځ تر ۵۰ زره بیرله رالوېدلې ده.

د یمن د تیلو د  ایستلو د عایدو ډیره برخه د سعودی او اماراتو جیب ته تللې ده،. د یمن د تیلو د وزیر مرستیال احمد دارس د تیرې میاشتې په پیل کښې اعلان کړی و چې د ائتلاف هیوادونو او تالی څټو یی تیر کال له یمنه  له ۱۸ ملیونو زیات بیرل  اومه تیل غلا کړی دی چې د یمن د دغه تیلو د خرڅ پیسې د سعودی ملی بانک ته سپارل شوې دی. د انصار الله   غورځنګ مشر سید عبدالملک حوثی هم تیره ورځ په خپله وینا کښې اعلان کړی وو چې د یمن د جنګ له پیل نه تر اوسه، له ۱۲۰ ملیون بیرلو نه زیات تیل د سعودی ائتلاف او اماراتو د لاس لاندې سیمو نه غلا شوې دی. نو د یمن د تیلو د عایدو غلا د دغه هیواد په خلاف د سعودی ائتلاف د جنګ یوه پایله ده.

دویم اړخ  د جنګ په پایله کې د یمن په دفاعی او پوځی پیاوړتیا باندی ټینګار دی، د ۲۰۱۵ کال  له مارچ میاشتې چې  سعودی په یمن باندې برید کړی و، یمن په پوځی توګه یو کمزوری هیواد وو چې د خپل ځان نه د دفاع توان یی نه لرلو. د  جګړې د څلورم کال له نیمایی څخه، په تدریج سره د یمن پوځی توان په تیره بیا په توغندیو او د ډرون ساحو کې پیاوړی شو.   دا رنګ چې د جنګ په پنځم کال کښې یې سعودی عربستان ته ډیر زیان ورساوه چې   د مثال په توګه په تیر سپټمبر کښې د عربستان   په خلاف په آرامکو باندې برید ته اشاره کولی شو چې د عربستان د تیلو تولید یی تر ۵۰ فیصده ودرولو. په حقیقت کښې، یمنیانو له جنګ څخه ګټه پورته کړه ترڅو خپل پوځی قدرت نور هم قوی کړی. له دې امله، د انصار الله د غورځنګ مشر ټینګار وکړ چې د دښمنانو د بریدونو دوام به د یمن د پوځی تجهیزاتو د پرمختګ او ودې سبب ګرځی.

دریم اړخ: تیریګر ته خبرداری دی. په حقیقت کښې هم هغه اندازه چې د یمن پوځی توان زیاتیږی د عربستان او اماراتو   تاوان او زیان هم په هغه اندازه زیاتیږی او د یمن په خلاف د سعودی   ائتلاف ماتی نور هم په ډاګه کېږی. عبدالملک حوثی په دې اړه  وویل: د یمن د خلکو پر ضد د سعودی ائتلاف د بریدونو دوام به، د بریدګرو لپاره  ناخوښې پایلې ولری.

څلورم اړخ: صهیونیستی رژیم ته خبرداری، د صهیونیستی رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو چې سخت متزلزله موقعیت لری او د کابینې  په جوړولو کې د بنی ګانتس   ناکامۍ او د پارلیمان د دریم ځله انتخاباتو ترسره کېدو ته انتظار لری. په دې ورستیو کښې یمن هم د هغه هیوادونو په ټول کښې چې د دغه رژیم لپاره نوی خطر دی اضافه کړ، له دې امله عبدالمالک حوثی د یمن په خلاف د صهیونیست رژیم د هر ډول جنګ غوښتونکی اقدام په باره کښې خبرداری ورکړ او وې ویل: که اسرائیل زمونږ د ملت په خلاف   هر ډول حماقت وکړی د اسرائیلی دښمن په خلاف د جهاد د حکم په جاری کولو او په دغه رژیم باندې په سختو او پراخو حملو کولو کښې به هیڅ شک و نه کړو، دا لومړی ځل دی چې د انصار الله غورځنګ مشر صهیونیسټ رژیم دارنګه ګواښلی دی.

https://parstoday.com

 

captcha