IQNA

د یمن عسکرو د اماراتو او د عربستان پوځیان وژلی

12:26 - November 14, 2019
د خبر لمبر: 3482502
نړیواله ډله: العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ خبری رسنیو بیګا دسعودی عربستان په جنوبی سرحدونو کښې د یمن له عسکرو سره په جنګ کښې د متحده عربی اماراتو د یوه (۱) او د عربستان د دوو (۲) پوځیانو د وژل کیدا خبر ورکړ .

د ایکنا راپور له مخې، د العالم ټیلی ویژن نه په نقل، د متحده عربی اماراتو حکومتی خبری اژانس «وام» وویل د دغه هیواد یو(۱) پوځی د سعودی عربستان په جنوب کښې په نجران کښې د یمن له پوځ او ولسی کمیټیو سره د ډزو په تبادلې کښې وژل شوی دی .
د سعودی عربستان رسنیو هم وویل د دغه هیواد دوه (۲) پوځیان په جنوب کښې د یمن له پوځ او ولسی کمیټیو سره په جنګ کښې وژل شوی دی .
د سعودی عربستان په جنوبی سرحدونو کښې د یمن د پوځ بروالی په کامل ډول ښکاره دی .
سعودی عربستان له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دیمن د خلکو پرضد بمباریو ،حملو او کلابندۍ ته دوام ورکړی دی چې له کبله یې دغه هیواد د خواړو او د درملو له سخت کمښت سره مخ دی .
په یمن دسعودی عربستان په حملو کښې تراوسه څه دپاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) کسان وژل شوی او په لسګونو زره نور ژوبل شوی او په میلیونونو نور کډوال شوی هم دی .
Al-Alam tv

captcha