IQNA

په اسلامی نړۍ کښې استراتژیک غلطي هغه وخت رامینځته کېږي چې ځینې اسرائیل ته د ملګري په توګه پام وکړي

18:04 - November 14, 2019
د خبر لمبر: 3482505
نړیواله ډله: اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی نن په تهران کې د اسلامی وحدت د درې دیرشم نړیوال کنفرانس  په پرانیستونکو دستورو کې پخپلې وینا کې روښانه کړې، په اسلامی نړۍ کښې استراتژیک غلطي هغه وخت رامینځته کېږي چې ځینې اسرائیل ته د ملګري په توګه پام وکړي.
د ایکنا راپور له مخې، د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی نن په تهران کې د اسلامی وحدت د درې دیرشم نړیوال کنفرانس په پرانیستونکو دستورو کې پخپلې وینا کې روښانه کړې، که څه هم دښمن کوښښ او هڅه کوي خو د اسلامی نړۍ عمومی افکار به اجازت ورنکړی چې د فلسطین او قدس موضوع هیره شی .
هغه د پيغمبر صلی الله علیه و آله او د پیغمبر اکرم د نور، رحمت او فرزند حضرت امام صادق علیه السلام د زوکړي او د وحدت د اونۍ مبارکۍ ورکولو سره د راغلي میلمنو نه درناوي وکړو.
د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی زیاته کړه په اسلامی نړۍ کښې استراتژیک غلطي هغه وخت رامینځته کېږي چې ځینې اسرائیل ته د ملګري په توګه پام وکړي.
ډاکټر حسن روحانی  د اسلامی نړۍ د ویښتیا او هوښیارۍ په سیوری کې د امریکا او صهیونیسټ رژیم  دسیاستونو ناکامۍ ته په اشارې سره  روښانه کړې ، د افغانستان د   مظلومو خلکو وژلې ،  د یمن دبې څوکه ولس وژلې   او په اسلامی هیوادونو کې د اختلاف او درز  رامینځةکول ،  په سیمې کې د امریکا د سپیرو  دسیسو  اغیزې دی .
د اسلامی ایران ولسمشر په دې خبرې په ټینګار سره چې  فلسطین باید  د همدغې سیمې د اتل مسلمانو او فلسطینیانو   په لاس آزاد شی ، زیاته کړې ،ځوان نسل باید درک کړی ، چې ا مریکا د سیمې د ملتونو اومسلمانانو  هیڅکله هم  دوست نشی کیدلی  او دسیمې د مشکلاتو اوستونزو حل  باید د  دسیمې د ملتونو  په وسیله حل شی .
د اسلامی ایران ولسمشر  له صهیونیسټ رژیم  سره د ځینو اسلامی هیوادونو  په سازباز  او دمسلمانو ملتونو او د مقاومت د چورلیز  په ضد ددغه وحشی رژیم  له اطلاعاتی  امکاناتو څخه  په استفادې  دخواشینۍ په ښودلو سره ټینګار کړی ، اسلامی ایران  د فلسطین دمظلوم ملت  څخه په دفاع کې له امریکا او صهیونیسټ رژیم  سره د مقابلې په لومړنۍ لیکې  کې دی .  
د اسلامی ایران ولسمشر  په دغو دستورو کې د اسلامی مذهبونو د نزدې والی د نړیوالې ټولنې  د غوره دولسو کتابونو مخ  کتنه هم وکړه .
له مسجد الاقصی څخه په دفاع کې  داسلامی امت د وحدت  په شعار سره د  اسلامی وحدت  په مناسبت  درې دیرشم نړیوال  کنفرانس  د نړۍ  د نوی هیوادونو د څه دپاسه  څلور سوه میلمنو ، عالمانو اومتفکرانو په شتون سره په تهران کې  نن پیل شوی  او تر شنبې ورځې پورې به د وام ولری.
captcha