د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو ویبپاڼې نه په نقل، د اسلامی ایران د قضایه قوې مشر حجةالاسلام ابراهیم رئسی بیګا په تهران کې د اسلامی وحدت د درې دیرشم نړیوال کنفرانس په پایزو دستورو کې ووئیل،هغه څه چې د بشری حقوقو مدعیان په تیره بیا امریکایان او دهغویمتحدان ئې په یمن،فلسطین ،افغانستان او داسلامی نړۍ په ګوټ ګوټ کې د بې ګناه خلکو په ضد کوی،جنایتونه دی او باید په همدې دلیل تعقیب او محاکمه شی .
هغه په دې خبرې په ټینګار سره چې د تورن په ځای د امریکا او لویدیځ تعقیبونې ،د اسلامی نړۍ د درستو متفکرانو او حقوق پوهو دنده ده ووئیل ؛ د نړیوالو تړونونو په اساس نن سبا دبشریّت په ضد تر ټولو ستر جنایتکار امریکایان او صهیونیسټان دی .
د ایران دقضایه قوې مشر دفلسطین موضوع ته په اشارې سره وئیلی ،اوس په فلسطین کې برلاسی او د نبی مکرم (ص) په تعلیماتو اوپه الهی دین او ارزښتونو مشتمل د عمل نوښت د فلسطین له مجاهدینو سره ښائی .
حجةالاسلام ابراهیم ریسی د فلسطین او قدس آزادی په بشپړ ډول شونی وبلله او ټینګار ئې وکړ، فلسطین او د قدس آزادی د اسلامی نړۍ لومړنی لومړیتوب دی .
حجت الاسلام والمسلمین "سید ابراهیم رئیسی" آزادی فلسطین و قدس را کاملا قابل دستیابی ارزیابی و تاکید کرد، فلسطین و آزادی قدس اولویت نخست جهان اسلام است. داسلامی وحدت در ې ورځڼۍ درې دیرشم نړیوال کنفرانس د مسجد الاقصی په د فاع کې د اسلامی امت د وحدت په شعار سره د نړۍ دنوی هیوادونو دڅه دپاسه څلور سوه سیاسی مذهبی شخصیتونو او پوهنتونوالو په ګډون سره بیګا پای ته ورسید.
https://parstoday.com/ps