IQNA

د ایران دښمنانو تل له تخریب او ناامنۍ ملاتړ کړی دی

14:52 - November 17, 2019
د خبر لمبر: 3482512
نړیواله ډله: د رهبرۍ ستر مقام پر دې په ټینګار سره د انقلاب ضد او ایران دښمنانو تل له دغه ډول ناامنیو او ویجاړیو ملاتړ کړی دی چی اوس هم په همدغه کار بوخت دی ، جوته کړه هیڅ عاقل او له خپل هیواد سره مینه لرونکې انسان دغه کارونه نه کوی
د ایکنا راپور له مخې، د اسلامي انقلاب لارښود حضرت خامنه اي د دفتر د ویبپاڼې نه په نقل، نن په دس خارج کښې د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه اي د تیلو د نرخ زیاتیدو نه ورستو ځیني مطالب وړاندې کړي، هغوي دغه پېښو ته په اشارې سره وفرمایل په دغه کار کی تخصص نلرم او د کارپیژاندو نظرونه هم متفاوت دی خو ویلی مو وو چی که د دریو قواو مشران فیصله وکړی له هغه ملاتړ کوم.
حضرت خامنه اي په خپل درس خارج کښې دې ته اشارې سره چې د  قواو مشرانو په کارشناسۍ سره یوه فیصله کړی ده او طبعا باید اجرا شی، زیاته کړه: یقینا ځینې خلک له دغې فیصلې اندیښمن او خپه کیږی یا د هغو په تاوان دې، خو اور لګول او ویجاړول د خلکو کار ندې بلکی د شرغواړو کار دې .
حضرت آیت الله خامنه اي په دې ټینګار وکړ چې د انقلاب ضد او ایران دښمنانو تل له دغه ډول ناامنیو او ویجاړیو ملاتړ کړی دی چی اوس هم په همدغه کار بوخت دی ، جوته کړه هیڅ عاقل او له خپل هیواد سره مینه لرونکې انسان دغه کارونه نه کوی .
د اسلامی انقلاب لارښود سید علی خامنه اي دې خبرې ته په پام سره چی دغه ډول مسلې ناامنی چی د هر هیواد او ټولنې ستر مصیبت کیدلې شی ، سختوی ، جوته کړه مسولان هر څومره چی کولې شی ځیر ووسی او خیال وکړی تر څو د دغې طرحې مشکلات د خلکو لپاره تر ممکنه حده کم شی .
د رهبرۍ ستر مقام زیاته کړه په ټیلی ویژن کی مو ولیدل چی مسولانو وویل خیال ساتی چی د تیلو د بیې دغه زیاتیدا د نورو څیزونو د بیې د زیاتیدا سبب نشی چی دا مراقبت کاملا ضروری دې.
د انقلاب د رهبرۍ ستر مقام د دې خبرې په کولو سره  چی ګرانۍ د خلکو لپاره ډیر مشکلات رامینځته کوی او درست مسولان باید د دې خیال وکړی ، وفرمایل د امنیت د ساتنې مسولان هم په خپلو دندو عمل وکړی ، خلک چی تل یې په ځیرتیا او بصیرت سره اقدام کړې دې ، دې ځل هم له هغو کسانو چی تخریب کوی ، واټن ونیسی . په ایران کی د تیلو د بیې په زیاتیدا او د هغه له دوه نرخ والی وروسته د خلکو خینې سوله ایزې مظاهرې د ځینو شرغوښتونکو له اړخه په ناوړې استفادې له سببه شخړو ته بدلي شوي.
https://www.leader.ir/fa
captcha