د ایکنا راپور له مخې، له لهستان، هغې د دې په اړه ویلې دې: سکارف یواځې تر حجابه محدود نکړو او له دې څخه یی پورته وګڼو.
دا پوښښ یو هنري نښه ده چې د بیلابلو خلکو د کلتور او هنر وړاندې کوي او مونږ له کلتورونو او رنګو سره اشنا کوې.
دا نندارتون د لهستان د هنرمندې میرمن «اگنیشکا ژاکبیلوآ»(Agnieszka Zak-Bielowa) د لهستانې مسلمانانو ښځو لپاره د پوښښ معرفي کولو نظر و او د «استالووا»(STALOWA) ګالرۍ په حمایت سره د دغه هنرمندې د هنر څرګندولو او خرڅولو لپاره ترسره شو.
د ورشو نندارتون «د کلتور او دود په مخ کښې زینت او پوښښ» نوم لري او دا د معاصرې اروپا لپاره د ختیځ مذهبي هنر څرګندنه شمیرلي کېږي.