د حضرت آیت الله خامنه اي، د آثارو د ساتنې او خپرونې دفتر له ویب پاڼې څخه په نقل، د انقلاب د معظم رهبر وینا د امام خمیني د وفات د یودیرشمې کلیزې په مناسبت د ایراني ولس لپاره له تلویزیون څخه د غبرګولي په څوارلسمه د سهار په 00 :11 بجو په ژوندۍ بڼه خپریږي.
د انقلاب د رهبر وینا به د چهارشنبې په ورځ ۱۱ بجې له ویبپاڼې، انسټاګرام او ټویټر او د ایران د اسلامي جمهوریت رسنۍ څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.
د اسلامي انقلاب د بنسګر د مړینې د کلیزې مراسم هر کال د امام خمیني په حرم کښې د حضرت آیت الله خامنه اي له وینا سره ترسره کېدل، خو د کورونا سره د مقابلې د ملي ستاد د روغتیا د لارښوونو ته په پام سره په غونډو د بندیز لامله سږ کال دا مراسم د امام خمیني په حرم کښې نه ترسره کېږي.
3902404