د تحقیقي ژورنالیزم د ادارې یو شمېر غړي له الجزیرې سره په ګډه د امریکایي ځواکونو له لوري د ترسره شویو لسو حملو د څېړنو لپاره افغانستان ته راغلي او دغلته د هوایي بریدونو له یو شمېر قربانیانو سره غږېدلي او له هغوی سره تر خبرو وروسته ورته څرګنده شوې، چې د تېرو دوو کلونو په دوران کې د لسو هوايي بریدونو په نتیجه کې ۱۱۵ ولسي وګړي، چې اویا یې ماشومان دي؛ وژل شوي.
رپوټ کې راغلي، چې یاد لس هوایي بریدونه د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ میلادي کلونو تر منځ شوي، چې ښيي د هوایي بریدونو له امله د وژل شویو ولسي وګړو شپېته سلنه یې ماشومان دي.
رپوت کې د فاریاب د اوسېدونکي «بسم الله خان» خبرې هم را اخستل شوې، چې د ۲۰۱۹ د سپتمبر په لومړۍ یې د امریکایي الوتکو بمبار کور له خاورو سره برابر کړی او دوولس تنه غړي یې پکې وژل شوي.
بسم الله خان وایي، پر کورنۍ له بمبار وړاندې یې ښه ژوند درلود، کور کې يې غواګانې او څاروي درلودل او بزګري یې کوله، خو تر بمبار وروسته یې هر څه تر خاورو لاندې شول.
دده په خبره، موبایل کې د خپلې کورنۍ د وژل شویو انځورونه لري، خو لیدل یې ورته له زغمه وتلي.
د يادونې ده چې په افغانستان کښې د امريکې د په مشرۍ د بهرنيو ځواکونو په مشرۍ په عامه وګړو او ودانيو باندې د حملو او له امله يې د عامه وګړو منجمله د ماشومانو شمېر له دغو اعلان شويو شمېرو څخه لا ډېر دے چې وخت په وخت دغه شمېرونه د آزادو رسنيو لخوا خپارۀ شوي دي.