د امام حسین علیه السلام د حرم د دارالقرآن قرآني زدکړې مرکز مشر علی هادي کاظم په دې اړه وویل: دا سیالۍ به په دوه برخې د ښځو او سړو ترمینځه د امام حسین علیه السلام د حرم د دارالقرآن په همت سره او د عراق په بیلابیلو ولایتونو کې د دې حرم په برخو کې ترسره کېږي.
هغه زیاته کړه: د دې سیالیو مقدماتي مرحله له ۱۲ خرداد پیل شوې او تر دوه انیو دوام لري او عراقي حافظان په کربلا کې د امام حسین علیه السلام سپیځلې زیارت دارالقرآن مرکزي دفتر کې پلټنه کېږي.
علی هادي کاظم څرګنده کړه: د امام حسین علیه السلام د زیارت لخوا یوه مرکزي کمیټۍ جوړه شوې چې د عراقي قرآن حافظانو پلتنې او سیالیو په مقدماتي مرحلې اجرا کولو په اړه څارنه کوي.