IQNA

انجنيئرمحمدعلی میرزا دمیلیونو خلکو لپاره د اهل بیت(س)حقانیّت بیانوي

14:54 - January 18, 2022
د خبر لمبر: 3485285
تهران(ایکنا) –انجنئيرمحمد علی میرزا په پاکستان کې د اهل تسنن یو مبلغ او دیني څيړاند دی چې دقرآن او حدیثو  په علم  په مسلط کیدا سره  د اهل بیت علیهم السلام د حقانیّت د اثبات لپاره او  د یان په هغه ځانګړي انداز سره چې  لري ئې ، د اردو ژبې په لسګونو میلیونو خلک ئې  له ځان سره ملګري کړي او په دغه هیواد کې  او حتی په هندوستان او په نړۍ کې په درستو اردو ژبې خلکو کې  د هغه د شهرت سبب شوی دی .

ایکناخبری آژانس راپور راکړ، انجنئير محمد علی میرزا په پاکستان کې د اهل تسنن  په هغو درو خپلواکه دیني عالمانو کې یو عالم دی ، چې په یوټیوب چینل  کې څه دپاسه یو میلیون  اته لکه تعقیبونکي لري .پّ یوټیوب چینل کې  تر اوسه پورې د انجنئير میرزا په مختلفو موضوعګانو مشتملې ویډیو ګانې څه د پاسه درې سوه دوه اویا میلیون ځله  لیدل شوي دي .د هغه د ویناګانو ویډیوګانې د سوشل میډیا په نورو چینلونو اوسایټونو کې  هم ډير زیات کتونکي اوتعقیبونکي لری ..

انجنئير صیب  د پاکستان د پنجاب صوبې په جهلم ښار کې په ۱۹۷۷کال کې په یوې متوسطې پرګنې کې زیږیدلی  او د انجنئيرینګ په څانګې ئې لوړړې زده کړې کړي دي ،البته په مذهبی فعالیتونو کې ئې په دلچسپۍ سره خپله څانګه بدله کړې  اودینی چارو کې ئې څيړنو ته مخه کړې . انجنئيرمیرزا د قرآن په تفسیر او د اسلام د سرکینو وختونو د تاریخ د علومو په حوزو کې ډيره زیاته  او ژوره مطالعه لري  او پخپلو  څرګندونو او ویناؤ کې  هڅه کوي ، په دغو درو حوزو کې  د اسلام  د تاریخ حقایق بیان کړي .په همدې خاطر میرزا صیب په ۲۰۱۲کال کې د قرآن  او سنت یوه اکاډمي هم پرانیستله  او هره اونۍ د قرآن دتفسیر ،،داسلام د سرکینو وختونو دتاریخ او  دغه راز د حدیثو باندې مشتمل  یو کلاس ترسره کوي   چې  د ټولنې له هرې پرګنې پکې مینه وال ګډون کوي .  دی ډيره ساده  او له پړک پړوک پرته ژوند کوي  او دپام وړ شخصیّت دی .

انجنيئرمحمدعلی میرزا دمیلیونو خلکو لپاره د اهل بیت(س)حقانیّت بیانوي

په همدې خاطر ده چې پخپلواکه  او مستقل توګه له اړوندوالي لیرې ویناوې کوي او د پاکستان په خلکو کې ئې ډير ځائيګی ترلاسه کړی دی .

انجنیئر محمد علی میرزا ټولو دیني عالمانو او کارپوهانو ته بلنه ورکوي ، چې له تعصب او کرکې او نفرته پرته دې د سوچه اسلامی تفکر  او اسلامی تعلیماتو ته مخه کړي او د اهل بیت علیهم السلام  هغه مقام   چې داسلام ګران پيغمبر  له خپل ژونده وروسته مسلمانانو ته ئې سپارښتنه کړې ده د خپلو فعالیتونو اساس وګرځوي  او داسلامی امت د یووالی او اتحاد لپاره دې لاس په کار شي ، څو اسلامی امت خپل ورک شوی هویّت او مقام بیرته ترلاسه کړي .

https://iqna.ir/fa/news/4029224/%D9%

captcha