IQNA

د پاکستان ولس دیمن په ضد دسعودي ائيتلاف جنایتونه په کلکه وغندل 

6:39 - February 05, 2022
د خبر لمبر: 3485366
تهران(ایکنا) - د پاکستان د مذهبی  او مدني ټولنو په تیره بیا  دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ او امامیه سټوډینټس  آرګنایزیش په زرګونو  فعالانو د هیواد په مختلفو ښارونو کې دجمعې لمانځه له اداکولو وروسته په یمن کې د وحشي ډوله  حملو  او ددغه هیواد  دبې دفاع خلکو د وژلو په ضد  غونډې او لاریونونه وکړل 

ایکناخبری اژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ،د پاکستان په لسګونو زره لمونځ ګوزارو پرون د جمعې لمانځه له اداکولو وروسته د اسلام اباد پشمول په مختلفو ښارونو کې د یمن  له مظلوم ولس سره د پيوستون  او دغه راز د دغه بې وځله هیواد په ضد د جنګ په خلاف ستر لاریونونه وکړل  او داسلامی امت د یووالي او د یمن د جنګ په ضد  ئې سخت شعارونه ورکړل .

 په راپور کې وئيل شوي دي ، د پاکستان د مذهبی  او مدني ټولنو په تیره بیا  دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ او امامیه سټوډینټس  آرګنایزیش په زرګونو  فعالانو د هیواد په مختلفو ښارونو کې دجمعې لمانځه له اداکولو وروسته په یمن کې د وحشي ډوله  حملو  او ددغه هیواد  دبې دفاع خلکو د وژلو په ضد  غونډې او لاریونونه وکړل  او د یمن د غمیزې او همداراز د کشمیر پشمول د نړۍ په مختلفو سیمو کې د مسلمانانو دټولنو په ضد دتاؤتریخوالو په وړاندې ئې د لویدیځي واکوالانو په تیره بیا د سیمې د هیوادونو د حکمرانانو په چپتیا نیوکې وکړې  او دغه راز  ئې د مسلمانانو ترمینځ د اړۍ ګړۍ د مخنیوي او  داسلامی انسجام  د له مینځه وړلولپاره ئې د لویدیځ د بې شرمه دسیسې په ضد داسلامی نړۍ  او په تیره بیا د  مسلمانانو د بانفوذه واکوالانو دغبرګون غوښتنه وکړه . وئيل کیږي ، دغه سترې مظاهرې ، په کراچۍ ، لاهور ،حیدرآباد ،سکهر ، فیصل آباد ،سرګودها ، لاهور پنډۍ ،اسلام اباد  او دغه راز نورو په لسګونو ښارونو کې ترسره شوې .

 

https://www.irna.ir/news/84624761/فعالان-

captcha