IQNA

د قیامت په ورځ انسان خپل ټول عملونه ویني

15:45 - May 15, 2022
د خبر لمبر: 3485803
تهران(ایکنا)-انسانان د خپل ژوند په اوږدو کښې ډیر ښه ،بد ، کوچني او ستر کارونه ترسره کوي

،او ډیرې انسانان د دغو کارونو جاجونې او د هغوې پایلو او اغیز ته پام نه کوي.
خو د معاد(قیامت ورځ)د اصل پر اساس،انسان یوه ورځ خپل کارونه ویني او د هغو پر اساس قضاوت کیږي.
په دې بڼه کښې به هغو کسانو لپاره چې ډیرې غلطیانې يې کړي دي کارسخت وي.
د نفس د محاسبې مسئله(د خپلو اعمالو محاسبه)یوه داسې مسئله ده چې د قران کریم په ایتونو او روایتونو کښې ورته پام شوی دی .
قران په ځلونو ټینګار کړی دی چې له مړینې وروسته د انسانانو په اعمالو او کړچارونو غور کیږي او هغه ارزول کیږي.
حتی انسانان به د خپلو ترټولو کمو یا بدو کارونو لپاره چې ترسره کړي یې دي انعام ترلاسه کړي یا به سزا شي:فَمَن يَعۡمَلۡ مِثۡقَالَ ذَرَّةٍ خَيۡرٗا يَرَهُۥوَمَن يَعۡمَلۡ مِثۡقَالَ ذَرَّةٖ شَرّٗا يَرَهُۥ(زلزال/۷/۸).
البته داسې نه ده چې انسان د مرګ په تمه ووسي چې د خپلو ښو او بدو کارونو لیسټ وویني او انعام ترلاس کړي یا سزا شي.
بلکې انسان کولای شي په همدغه دنیا کښې خپل عملونه او کړچار محاسبه کړي او په خپلو کارونو باندې غور وکړي.
په قران مجید کښې هم دغه د دغه خبرې سپارښتنه شوي ده.اقْرَأْ كِتَابَكَ كَفَىٰ بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًا»(اسرا/۱۴)
هغه کسان چې غواړي په دغه دنیا کښې په خپل کړچار او خبرو باندې کنټرول ولري او خپل عملونه محاسبه کړي،دغه څلور پړاونه ترسره کولای شي:
لومړۍ مرحله مشارطه یا شرط کیښودل دي یعني ،کله چې انسان راویښیږي له ځان سره شرط ولګوي چې نن ورځ ګناه ونکړي.
دوهمه مرحله څارنه ده ؛یعني انسان ټوله ورځ په خپل ځان او کارونو باندې څارنه وکړي چې کومه ګناه ونکړي .
دریمه مرحله محاسبه ده ؛یعني د شپې په پاې کښې خپل کارونه محاسبه کړي چې په خپلو دندو یې څومره عمل کړی دی او څومره یې سستي کړي ده .
او څلورمه مرحله معاتبه یا تنبیه کول دي.
یعني که چیرې انسان په ټوله ورځ کښې کومه غلطي وکړي ، ځان تنبیه کړي چې غلطۍ جبران شي مثلا روژه ونیسي یا له چا سره مرسته وکړي یا ښه کار ترسره کړي یا که د چا حق یې خوړلی دی له هغه بښنه وغواړي چې جبران شي.
په داسې بڼه کښې انسان له دې وړاندې چې اعمال او کړچار یې محاسبه شي او قضاوت ورباندې وشي د خپل ځان په هکله قضاوت وکړي لومړۍ دا چې بد کړچارونه یې جبران شي او دوهمه دا چې د بدو کړچارونو د تکرار مخه ونیول شي.

captcha