سره د حجت الاسلام ښاغلي حاج سید عبدالله فاطمي د مړینې په هکله تسلیت ووایه او ویې فرمائیل: د دغه محترم عالم پراخ اطلاعات، جذابې خبرې، او خوږه لهجه د زیاتو ځوانانو او د لارې د لټوونکو لپاره له برکت څخه ډکه سرچینه وه.
ایکنا خبري اژانس د مشر تابه د ستر مقام د دفتر د اطلاع رسونې د مرکز په قول راپور ورکړ د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د یوه پیغام په خپرولو سره د حجت الاسلام اقای حاج سید عبد الله فاطمي نیا د وفات په هکله تسلیت ووایه.
دغه پیغام په دې ډول دی
بسم الله الرحمن الرحیم
د درس ورزده کونکي عالم جناب حجت الاسلام اقای حاج سید عبدالله فاطمي نیا رضوان الله علیه د مړینې په هکله دهغه محترمې کورنۍ او ټولو ویرجنو کسانو او مینه والو او له هغه څخه درس زده کونکو ته تسلیت وایم.د دغه محترم عالم پراخ اطلاعات، جذابې خبرې، او خوږه لهجه د زیاتو ځوانانو او د لارې د لټوونکو لپاره له برکت څخه ډکه سرچینه وه او د هغه نشتون د خواشینۍ او غم سرچینه ده .
له خدای پاک څخه غواړم چې په هغه رحمت او مغفرت وکړي او هغه ته ډیر انعامونه ورکړي.
سید علي خامنه اي
د غواي ۲۶ ۱۴۰۱ هجري لمریز کال
https://iqna.ir/fa/news/4057435