IQNA

په عراق کې د پيټرولو په پمپ کې په چاودنې کې ۴۱ حسینی زیارتوالو ته مرګ ژوبله واوښتې

16:51 - September 11, 2022
د خبر لمبر: 3486208
ایکنا-(تهران)د ایران د سرې میاشتې دټولنې مشر ووئيل، د رارسیدلو راپورو نو په اساس، دعراق دبابل ولایت د شوملي ښار  د پيټرولو په یوه پمپ کې په ولاړ یوه بس کې زوروه چاودنه شوې چې له امله ئې یولس کسان شهیدان او کابو ۳۰نور ټپیان شوي دي.

ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ، د ایران دسرې میاشتې دټولنې مشر پيرحسین کولیند  په همداوروستیو کې ووئيل،د پيښې په ځاي کې د هلا احمر ټولنې ایمبولانسونه موجود دي  او مرستندویه عملیات هماغه راز دوام لري.

هغه په دوام کې ووئيل، په دغې چاودنې کې کابو دیرش کسان ټپیان شوي هم دي  چې په هغوکې هم ځيني مرګي حاله راپور شوي او دا هم وئيل شوي دي چې ځيني پکې ایرانیان هم ترسترګو کیږي. البته دشهیدانو اوټپيان وبشپړ هویّت لا معلوم نه دی  او له بشپړ اطلاعاتو رووسته به ئې اعلان کړي.

https://www.irna.ir/news/84884532/انف

captcha